د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ګوزڼ د واکسین او د طالبانو شرطونه


په کندهار ولایت کې میرمنې ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسین څاڅکي ورکوي
په کندهار ولایت کې میرمنې ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسین څاڅکي ورکوي

وسله والو طالبانو له تېري یوې میاشتې راهیسې په کندهار ولایتکې د پولیو یا ګوزڼ واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دی .

په کندهارولایت کې د پوليو واکسین چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې بند شوی لا تر اوسه یې د بیا پيلیدو لپاره مثبت ګام ندې پورته شوئ .

د دغهولایت د عامې روغتیا د کتلوي معافیت ریاست مسولینو په خبره ، سیمه ییز وسله والیو لړ شرطونه لري او که يې شرطونه پوره نشي د ماشومان د ګوزڼ واکسین ته به اجازه ور نه کړي.

ډاکټر نظر محمد په وینا ،چې تر اوسه دا شرطونه ندي منل شوي او د عامې روغتیا وزارت د خپلو مرستندویه ارګانونوسره په ګډه هڅې پيل کړي ، چې داستونزه هواره کړي .

" په هغو سیمو کې چې د دولت حاکمیت پکې نشته د وسله والو طالبانو لخوا مونږ ته په یو لیکل شوي پیغام کې ویل شوي که چېرې کوم شرایط دوی غواړي په نظر کې ونیول شي ، نو د پولیو واکسین ته به اجازه ورکړي "

د کندهار اوسیدونکي وايي چېاوس یيد ماشومانو وقايې ته پاملرنه زیاته شوې خو له تېرو څو اونیو راهیسې يې ماشومانو ته واکسن ندی رسیدلی .

" زموږ په کلي کې زیات شمېرماشومان شته دي او هر کورپنځه یاهمشپږ ماشومان لري خو دا څو اونۍ کیږي چې واکسین دلته واکسین دی راغلی ، نه پوهیږو چي ولي".

که څه هم د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري وړاندې شوي شرطونه رسنیو ته جوت شوي ندي ، خو ځينې باخبره سرچینو ویلي ، چې وسله وال مخالفین زیانمنو شویو کورنیو ته د لوړ مالي تاوان د ورکړې غوښتنه کړې .

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسولین زیاتوي، د ډیورنډ کرښې څخه را اوښتونکي ماشومان چې باید واکسین شي اوس ورته واکسین نه ورکول کیږي اود پولیو اکثره دغه ډول پېښې د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه د پاکستانپه سرحدي سيمو کېدي ، چې د افغانستان سرحدي سیمو ته يې د زیاتیدو خطرورځ تر بلې زیاتيږي .

د ډاکټر نظر محمد په وینا ، که د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ژر پيل نشي نو پدغه ګرمه هوا کې د فلجویروس د خپرېدو وېره تر بل هر وخت زیاته ده .

"(د دغهويروس سرکولیشن( دوروي حرکت )دریدلی ندی او موږ د خطر احساس کوو ، په کویټه ، چمن او ګڼو نورو کلیو کې دا ناروغي زیاته ده ، زموږ خلک هره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ لري او دا خطر احساس کوو" .

د کندهار د بیلا بیلو برخو اوسیدونکي له عامي روغتیا وزارت څخه غواړي چې د دوی د ماشومانو روغتیا ته دي ځانګړې پاملرنه وشي .

"دغه ناروغۍډيره ده که واکسین وشي نو دا ډول ناروغۍ به کمې کړي له ډاکترانو څخه غواړو چې زموږ کلي ته واکسین ته ژر تر ژره پیل کړي"

د عامي روغتیا ریاست یوتن واکسین کونکیسیداغا وويل ، دوی د تور ژړي ، ګوزڼ او همنري رنځ په ګډون د څو نورو خطر ناکو ناروغیو واکسینونه لري چې،په تېرو ورځو کې یې سلګونو ماشومانو ته وقایوي واکسینونه عملي کول .

"زه پهروغتون کې د واکسیناتور نده لرم، دلته په روغتون کې مونږ سره د نري رنځ، سینه بغل ، د ګوزڼ اوداسېنورو ناروغیو واکسین شته دي "

ستونزه تر هغه وروسته را پورته شوه کله چې یوه میاشت مخکې د ارغستان ولسوالۍ په یوه کلیوالی سیمه کې ۲ ماشومانو د شری د واکسین د ناسم تطبیق له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ .

د کندهار د عامې روغتیا ریاستټینګار کوي ،چې په ارغستان ولسوالۍ کې د واکسین د کمپیاین لپاره ګمارل شوي واکسیناتوران د سیمېځایي خلک دي او د سیمه ییزو مشرانو لخوا ورته معرفي شوي و او تضمین يې هم هغوی کړی .

د ګوزڼ د ناروغۍ موجوده ګواښونو ته په کتو لاهم نده څرګنده چې کله به په کندهار کې هغه سلګونه زرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین عملي شي ،چې راتلونکی يې د نورو په لاس کې او د جګړې له هیڅ لوري سره تړاو نلري .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG