د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملاعمر مړینه تایید کړه


طالبانو لا تر اوسه د ملاعمر ځاې ناستی ندي معرفي کړی
طالبانو لا تر اوسه د ملاعمر ځاې ناستی ندي معرفي کړی

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې نن پنجشنبې خپره شوه د خپل مشر ملا محمد عمر مړینه تائید کړه، خو د هغه د ځای ناستي په هکله یې څه نه دي ویلي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې ویلي دي چې " د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې د اسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ."

دوو طالب مشرانو چې د کویټې د شورا د تیرې شپې په غونډه کې یې گډون کړی و نن پنجشنبه د رویترز اژانس ته ویلي وو چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر او د ملا محمد عمر د ځای ناستي په توگه وټاکل شو.

خو د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې پدې هلکه څه ندي ویل شوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې له ملاعمر وروسته به هم د طالبان ډله خپلو فعالیتونو ته دوام وړکړي.

XS
SM
MD
LG