د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان : ډیر ژر به ټول شموله اسلامی حکومت جوړ شي 


یوه هفته وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیوه د دوی مشران د یوه " ټول شموله اسلامي حکومت ." د جوړولو لپاره چې دوی یې وعده کړېده په خپلو کې او له خپلو پخوانیو سیالانو سره په خبرو بوخت دي.

طالب چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د نوي حکومت د جوړېدو د نوعیت په هکله به ډیر ژر اعلان وشي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د شنبې په ورځ وویل چې جګپوړو طالب مشرانو د راتلونکي حکومتي سیستم په هکله په کابل کې له مشهور و سیاسي څېرو سره د نظریاتو تبادله وکړه.

هغه د طالبانو د سیاسي دفتر د لوړ پوړي غړي شهاب الدین دلاور له قوله وویل چې طالبانو، افغان مرکچیانو ته ویلي چې دوی " یوداسې قوي مرکزي سیستم غواړي چې د قانون حاکمیت ته درناوی ولري، له فساد څخه پاک وي او هرافغان د دې فرصت ولري چې خپل هیواد او خلکو ته خدمت وکړي."

طالبانو د پخواني افغان حکومت ټولو چارواکو ته د عمومي عفوې له اعلانولو وروسته په سیاسي سلامشورو لاس پورې کړی.

د طالبانو مرستیال ملاعبدالغني برادر له کندهار څخه کابل ته راغلی چې د حکومت د جوړېدو د پروسې څارنه وکړي.

برادرچې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو څخه دی تیره اونۍ له قطر څخه چېرې چې نوموړي له امریکا سره د طالبانو د خبرو مشوري کوله او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې له امریکا سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک، کړ افغانستان ته راستون شو.

په تیرو څو ورځو کې د ملي روغې جوړې د شورا رئیس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامدکرزي له طالب مشرانو سره څوځلې کتلي دي.

د شنبې په ورځ له طالبانو سره ترخبرو وروسته عبدالله عبدالله په خپل ټویټر کې ولیکل چې ده او کرزي د ده په استوګنځي‌کې طالب مشرانو ته هرکلي ووایه.

"مونږ په موجودو امنیتي او سیاسي انکشافاتو او د هیواد د راتلونکي لپاره په یوې جامع سیاسي حل لارې باندې د نظریاتو تبادله وکړله. "

په ورته وخت کې په زرګونو افغانان د کابل هوايي ډګر ته په دې تمه ورځي‌چې د امریکا او یا هم نوروهیوادونو په پوځي الوتکو کې به بهر ته ولېږدول شي.

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ وویل چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې یې له کابل څخه ۳۸۰۰ کسه بهر لېږدولي دي.د اګست له ۱۴ مې تر دې دمه شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان لېږدول شویدي.

خبریالانو ته ډاډ

همدارنګه طالبانو د شنبې په ورځ د پولیسو او رسنیو د استازو په ګډون د یوه درې اړخیز کمیسیون جوړول اعلان کړل چې د ښځینه او نارینه خبریالانو شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

ادعاکیږي چې طالبانو د افغانستان دملي رادیو تلویزیون دوه ښځینه خبریالانې کار ته نه دي پریښي . طالبانو تراوسه د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

طالبان د نړیوالو له خوا د داسې یوه حکومت د جوړولو په خاطر ترفشار لاندې دي چې د افغانستان ټول اقلیتونه په کې استازیتوب ولري او د افغانانو بشري حقونه په کې خوندي وي.
د امریکا متحده ایالات او د نړیوالې ټولنې نورو هېوادونو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په هرې بلې طریقې د افغانستان اداره کول به، کورنۍ جګړه دوامداره کړي او دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.

د تیرې یکشنبې راهیسې له کله نه چې طالبانو کابل ونیوه ، هڅه یې کړېده چې نړیوالو ته خپله نرمه څېره وښيي، او ژمنه یې کړې ده چې د ښځو د حقونو درناوی کوي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال په خپل سختګیرانه تعبیر شریعت نافذ کړی و چې له مخې یې ښځې د محرم له ملتیا په پرته له کوره نشوای وتلی او نجونې له تعلیم څخه منع کړل شوې وې.

د طالبانو له خوا نوی جوړېدونکی حکومت د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري چې وکولی شي د حکومت د مامورینو د معاشونو د ورکولو او د ټولنیز سکټور د نورو پروژ د تمویل لپاره بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په امریکايي بانکونو کې د افغانستان د حکومت لپاره زیرمه شوې پیسې کنګل کړیدي او نړیوال وجهي صندوق کابل ته د بیړنیو مرستو لپاره د پیسو ورکړه درولې ده.

کارپوهان وايي د افغانستان طالب واکمنان به ډیر ژر د مامورینو د معاشونو د ورکړې او نورو پروژو د دوام لپاره د پیسو له کمښت سره مخامخ شي ، که چیرې نړیوالې مرستې همداسې معطلې پاتې شي.

د معاشونو ورکړه

طالبانو د شنبې په ورځ حکومتي کارونکو ته ډاډ ورکړ چې د مالیې وزارت به د " نوي اسلامي حکومت" ترجوړېدو پورې د ټولو ملکي مامورینو معاشونه اجرا کړي.

د طالبانو په اعلان کې ویل شوي چې خصوصي او دولتي بانکونه ، ګمرکونه او نور اقصتادي فعالیتونه به ډیر ژر په فعالیت پیل وکړي.

XS
SM
MD
LG