د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: که بهرني ځواکونه ونه وتل، جګړه روانه ساتو


د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي‌دي
د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي‌دي

یوه ورځ‌ وروسته له هغه چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې به د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني عسکر ونه وتل،‌ خپله جګړه به روانه وساتي.

ایران ته تللي‌ د طالبانو د پلاوي غړي وايي‌ چې له امریکا سره په تړون کې دا خبره شوې ده چې دوی به د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي.

د طالبانو د پلاوي ‌یو غړي‌ سهیل شاهین په تهران کې خبریالانو ته ویلي‌ دي‌ چې له تړون وروسته د ۱۴ میاشتو څخه وراخوا که «امریکايي او د ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې کیږي، د افغانستان د اشغال په معنی ده.»

هغه وویل که داسې وشي،‌ دوی به خپله جګړه روانه وساتي.

د طالبانو دغه پلاوی څو ورځې مخکې ایران ته ولاړ او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره یې هم وکتل.

طالبان داسې مهال دا خبرې کوي‌ چې د افغانستان د دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخیل وايي چې بهرني پوځیان شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپل حضور په اړه پرېکړه کوي.

د ناټو چارواکو هم ویلي‌ ‌دي‌ د دوی حضور به د شرایطو په اساس وي.

امریکا د ۲۰۲۰ د فبروۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. په تړون کې راغلي‌ چې طالبان باید له القاعده ډلې سره خپل روابط پرې کړي، خشونت کم کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي‌ چې روانه جګړه ختمه شي.

د امریکا حکومت او افغان چارواکي‌ وايي‌ چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو طالبان دا خبره نه مني.

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي‌ دي چې د طالبانو سره شوی تړون ارزوي.

دا مهال په افغانستان د امریکا ۲۵۰۰ عسکر پاتې دي.

XS
SM
MD
LG