د لاس رسي وړ اتصالات

ایا تر مۍ پورې به ټول بهرني ‌سرتېري‌ له افغانستان څخه ووځي؟ 


د ناټو ځینې چارواکي‌ وايي‌ د بایډن په راتګ سره به تګلاره بدله شي
د ناټو ځینې چارواکي‌ وايي‌ د بایډن په راتګ سره به تګلاره بدله شي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چارواکو ویلي‌ دي‌ چې عسکر به یې له مۍ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

د رویټرز خبري‌اژانس لیکلي‌ دي‌ چې ښايي‌ په دا کار طالبانو سره کړکیچ نور هم زیاته کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ‌ د تړون په اساس باید ټول امریکایي‌ ځواکونه د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

د رویټرز اژانس وايي چې په دې اړه یې د ناټو له څلورو چارواکو سره خبرې کړي‌دي.

د ناټو یو چارواکي‌ ويلي‌ دي‌: «د ایتلاف ځواکونه به د مۍ تر پایه ونه وځي،‌ ځکه چې شرایط برابر شوي‌ نه دي.» د موضوع حساسیت ته په کتو دغه چارواکي‌ غوښتي‌ چې نوم یې خپور نشي.

هغه همدغه راز ویلي‌ دي: «په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره به پالیسي‌ تغیر وکړي، او د بېړنۍ وتلو مسئله چې حاکمه وه،‌ هغه به حل شي او موږ کولی شو د وتلو یوه ښه او منظمه ستراتیژي وینوو. »

د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ ادارې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او طالبان به د تړون شرایط په ځای کوي. اوس د بایډن حکومت وايي دا تړون ارزوي.

د ناټو سرچېنې وایي‌ چې په دې اړه به د ناټو په عمومي غونډه کې چې بله میاشت ده،‌ بحث کیږي‌ چې له اپریل وروسته باید څه وشي.‌

ځينې سیاسي ‌کارپوهان او دپلوماتان وايي ‌چې د افغانستان په قضیه کې د ناټو رول ځکه مهم کیږي چې ټرمپ دغه سازمان له پامه غورځولی او ګوښه کړی و.

د ناټو یوې ویاندې اونالنګېسکو وايي: « د ناټو هېڅ‌ غړی نغواړي ‌چې له ضرورت پرته ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو موږ دا خبره روښانه کړې ده چې زموږ موجودیت د شرایطو په اساس دی.‌ ایتلاف به ټول حالت ارزوي‌ او د آینده په اړه به مشورې کوي.»

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي‌ ینس ستولتنبرګ هم ویلي ‌وو چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو موجودیت شرایطو ته په کتو دی‌ او دوی به له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.
څو ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ په واشنګټن کې د آسپین د انستیتوت سره په یو انلاین بحث کې د بایډن له ادارې وغوښتل چې طالبانو ته دا پیغام ورکړي‌ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت د سولې د تامین لپاره دی.

ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د امریکايي‌ ځواکونو شمېر تر بل هر وخت کمې اندازې ته راښکته کړ.

دا مهال د امریکا او ناټو شاوخوا ۱۰زره عسکر په افغانستان کې دیره دي.

د امریکا-طالبانو په تړون کې دا خبره راغلې ده چې طالبان به له القاعده سره روابط شلوي،‌ خشونت به کموي‌ او له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي‌چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

پنټګان وايي طالبانو د تړون شرایط‌ نه دي‌ عملي کړي، خو طالبان دا خبره نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبان تورنوي‌ چې د سولې خبرې نه پیلوي او مازې پلمې لټوي. ټاکل شوې وه چې د جنوري‌ په لومړیو کې د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو ترمنځ‌ د سولې مخامخ خبرې پیل شي،‌ خو لا هم دا خبرې پیل شوي‌ نه دي.

XS
SM
MD
LG