د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس؛ طالب پلاوی اوزبیکستان ته ولاړ


د طالبانو چارواکي وايي، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرئ د طالبانو د حکومت یو پلاوی، د افغانستان په اړه د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون دپاره ازبکستان ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن یکشنبه جولای ۲۴ (زمری ۲) رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې دغه کنفرانس سبا دوشنبه د اوزبیکستان په کوربتوب پيل شي، او دوه ورځې دوام ولري.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د وضعیت په اړه دغه نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۲۰ هیوادونو او بهرنیو سازمانونو استازي ګډون ولري.

تر دې مخکې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ولاديمیر نوروف، په مسکو کې ویلي و چې، په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سیاسي ثبات، امنیت او اقتصادي چارو په اړه خبرې وشي.

اوزبیکستان که څه هم طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړی، خو د دغه هیواد چارواکو مخکې ویلي و چې د طالبانو حکومت به تر نړیوالې ټولنې مخکې په رسمیت ونه پيژني.

د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان وایي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت او له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته د دغو ډلو د نفوذ څخه اندیښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د افغانستان له خاورې څخه څو ځله پر اوزبیکستان د راکټي بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. په وروستۍ پېښه کې، د جولای پر پنځمه له افغان خاورې د اوزبیکستان پر سرحدي سیمه باندې د راکټونو توغولو راپور ورکړل شو.

خو د طالبانو حکومت تل خپلو ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې څخه به نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ نشي. طالبانو د دې ترڅنګ، روانه میاشت په کندز ولایت کې، پر اوزبیکستان باندې د راکټونو توغولو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړ.

دا نړیوال کنفرانس پر داسې مهال جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۱۱ میاشتې کیږي، خو تر اوسه دغه حکومت د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

ټول شموله حکومت، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقوق، له تروریستي شبکو سره د اړیکو قطعه کول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو اساسي شرطونه دي. خو طالبانو ادعا کړې چې دوی د رسمیت پيژندلو ټول شرایط پوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG