د لاس رسي وړ اتصالات

لارېل مېلر: طالبانو دانتخاباتو د منلو خبره نده کړې


لارېل مېلر پخوانۍ امریکايي دیپلوماته او د کرایسیس گروپ مشره
لارېل مېلر پخوانۍ امریکايي دیپلوماته او د کرایسیس گروپ مشره

لاریل میلر وايي طالبانو دافغانستان د آینده په برخه کې خپل تصور ندی څرگند کړی، موږ به دا وگورو چی دوی په مذاکراتو کې په واقعی ډول خپل نظریات څه ډول ښکاره کوی.

لارېل مېلر وايي په سوله کې یوه ستونزه داده چی طالبانو خپلې غوښتنی څرگندې کړې ندي، مثلا هغوی به انتخابات ومني که نه.

ما په خپله لیکنه کې د انتخاباتو د دوام خبره کړېده او یوشمیر ځایی نظریات مې هم پکې ځای کړېدی چی ددموکراسی ډیره معتدله لاره بیانوی او هغه ضرورنده چی د مستقیمو انتخاباتو خبره وکړی او یوشمیر نور وړاندیزونه او بدلونونه پکې دي.

طالبان انتخابات مني ؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

لارېل مېلر ددې پوښتنی په ځواب کې چې که چېرې طالبان د خپلې شل کلنی جگړې د مشروعیت غوښتنه وکړي،نو د افغانستان او امریکا ځواب به څه وي، داسې وویل زه نپوهېږمه چی هغوی به په خاصه توگه په دې برخه کې څه وغواړی. زه په دې هم نپوهېږم چې دوی به د خپلې جگړې د مشروعیت په برخه کې د تیرو شلوکلونو لپاره کومه خاصه غوښتنه ولري که نه. خو که د افغانستان مسله په نړۍ کې د نورو شخړو ا و سولو د مذکراتو سره پرتله کړو، نو که چیرې د سولی موافقه د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ وشی بیا نو پکارده چی د طالبانو مشروعیت ومنل شی. په سوله کې یوشی داوی چی هغه بله خوا به منل کېږی.

XS
SM
MD
LG