د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: خلک دي ږیري پرېږدي او موټر چلوونکي دي موسیقي نه غږوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د اصلاح او روزنې رئیس طالب سرتیرو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته د ږيرو پرېښودو او موسیقۍ نه اورېدو سپارښتنې وکړي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې مولوي محمد یحیی عارف تیره ورځ جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې له «محتسبینو» سره لیدنه کې ویلي چې موټر چلوونکي دې بې حجابه ښځې موټر ته نه خیژوي.

ښاغلي عارف د نهمې امنیتي حوزې له مسؤلینو څخه همدارنګه غوښتي چې موټر چلوونکو ته د لمانځه په وخت د موټر درولو او په جماعت سره د لمانځه تر سره کولو سپارښتنه وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې موټر چلوونکي دي له «۷۸ کیلومتره» څخه په زیاته اندازه بې محرمه ښځې موټر ته خیژوي.

د د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دغه راز مولوي عارف محتسبینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو حوزو اړوند وګرځي او خلکو ته د ږیرو په پرېښودلو چې د رسول اکرم ص سنت دی سپارښتنه وکړي. هغه همدارنګه له محتسبینو وغوښتل چې موټر چلوونکو ته دې د موسیقۍ نه غږولو سپارښتنه وکړي."

پر همدې مهال یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت یو کار کوونکی ښيي چې په کابل ښار کې یوه ټکسي چلوونکي ته توصیه کوي چې تر دې وروسته خپله ږیره ونه ښیروي.

د طالبانو دغه غړی له ټکسي چلوونکي څخه همدارنګه غواړي چې بې حجابه ښځې خپل موټر ته ونه خیژوي او له محرم پرته ښځې له۷۸ کیلومترو څخه زیات انتقال نکړي.

طالبانو تیره میاشت هم د مسافر وړونکو موټرونو له چلوونکو غوښتي وو چې له "محرم"‌ پرته ښځې د اوږده واټن سفرونو لپاره انتقال نکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پدغه لارښونه کې چې د ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) صادره شوې د مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي دي، هغه ښځې چې اسلامي حجاب ېې نه وي مراعت کړی، په موټرونو کې پورته نکړي.

د طالبانو نوي مقررات د بشري حقونو د فعالینو له لورې محکوم شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان هم په دغه دستورالعمل سخت انتقاد کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې رئیسې هدر بار، د فرانس پرس اژانس ته وویل: "دغه نوی فرمان اساساً... تر ډیره د ښځو د زنداني کولو لپاره دی."

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د وضعه کولو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د رئیسې څرګندونې «پروپاګند» وباله.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني تیره میاشت وویل چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه ادعا چې وايي اسلامي امارت د ښځو حقوقو ته رسیدګي نه کوي، پروپاګند او منفي تبلیغات دي.

XS
SM
MD
LG