د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په کابل کې د نشه يي موادو معتادینو سره څه ډول چلند کوي؟


طالب وسله وال د کابل په ښار کې د شپې لخوا د مخدره موادو د معتادینو پسې ګرځي چې ډیری یې د ښار د پلونو لاندې ژوند کوي. اکثریت معتادین ذهني ناروغۍ لري.

طالبان دغه کسان په زور نیسي، لاسونه یې ور تړي او د درملنې مرکزونو ته یې وړي. سره لدې چې ځیني ښایي د طالبانو رویه زشته وبولي خو حتی د روغتیایي چارو مامورینو د طالبانو د دې رویې هرکلی کړی.

ډاکټر فضل ربي مایار چې د معتادینو د درملنې په یو مرکز کې کار کوي، د اې پي خبري اژانس ته د معتادینو سره د طالبانو د رویې په هکله ویلي، "مونږ نور په دیموکراسۍ کې نه یو. دا دیکتاتوري ده او د زور نه کار اخیستل یوازینۍ لار ده چې د دې خلکو درملنه وشي. "

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د کابل په ښار د هغو ځایونو د تړلو امر کړی چې معتادین پکې راټولیږي، مخدره مواد پکې کاروي او ژوند کوي.

په نړۍ کې د هروئینو (پوډرو) بازار ته د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله ډیر خام مواد په افغانستان کې تولیدیږي. دغو هروئینو نه یوازې په نړۍ بلکې په افغانستان کې ډیر کسان په مخدره موادو معتاد کړي.

سره لدې چې طالبانو ویلي د مخدره موادو سره جدي مبارزه کوي خو دا چې افغانستان د ژر پیښیدونکي بشري ناورین او اقتصادي سقوط د خطر سره مخ دی، دا کار به د مخدره موادو سره د طالبانو مبارزه هم زیانمنه کړي.

طالبان چې د اګست د میاشتې په نیمایي کې په کابل واکمن شوي، له یوې خوا تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد په رسمیت ندي پیژندلي. له بلې خوا ددې ډلې ډیر مشران او پخپله دا ډله لا هم د ترهګرو ډلو په لیست کې ده او بندیزونه پرې روان دي.

همدارنګه د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د میرمنو په هکله د طالبانو ناوړه سابقه هغه څه دي چې له کبله یې په نړیوالو پراختیایي سازمانونو کې دا ډله ښه نوم نلري.

کله چې طالبان یوه باغي ډله وه او د حامد کرزي او محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومتونو تر څنګ یې د بهرنیو ځواکونو په خلاف جګړه کوله، د مخدره موادو د قاچاقبرانو نه د مالیې په اخیستو یې ډیره ګټه تر لاسه کوله. د ډیوډ مینزفیلډ په نامه یو څیړونکی چې د افغانستان د مخدره موادو په هکله یې معلومات راټول کړي، وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې طالبانو ۲۰ میلیونه ډالر د مخدره موادو د قاچاق د لارې تر لاسه کړي.

خو طالبان په عامه توګه وایي چې د مخدره موادو د قاچاق او کاروبار کې هیڅ ډول لاس نلري.

XS
SM
MD
LG