د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د زده کړو منع کیدل؛ د طالبانو یو چارواکی د پوهنې وزیرانو په نړیواله غونډه کې وینا کوي


د طالبانو د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې د کازان ښار ته په داسې حال کې تللی چې نږدې درې کلونه کيږي دغه وزارت د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د طالبانو د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې د کازان ښار ته په داسې حال کې تللی چې نږدې درې کلونه کيږي دغه وزارت د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو له بندیز څخه له ۱۰۰۰ زیاتې ورځې تیرې شوي، ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې وینا وکړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د جمعې د ورځې ناوخته جون اووم (جوزا ۱۸) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا د روسیې د فدراسیون د کازان په ښار کې د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ د تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په پام کې دي چې د پوهنې د وزارت سرپرست به په دې غونډه کې د دغه وزارت د لاس ته راوړنو او افغانستان کې د تعلیم او تربیې د وضعیت په اړه د غونډې ګډون کوونکو ته هراړخیز معلومات ورکړي او په هیواد کې به د تعلیمي فرصتونو او امکاناتو په تړاو په تفصیل سره وغږیږي".

همداشان دغه وزارت ویلي چې ددې غونډې په څنده کې به د طالبانو د حکومت پلاوی د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره جلا غونډې وکړي او د " افغانستان د زده کړو د نظام د وضعیت او لاس ته راوړنو" په اړه به هغوی ته معلومات ورکړي.

په عین وخت کې د ښځو او نجونو د زده کړو فعالان د طالبانو د پوهنې د وزیر دغه سفر د خندا وړګڼي. د دغو فعالانو په وینا د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان د پوهنې د بهیر وضعیت ډیر شاته تللی دی.

ددغو فعالانو د وینا پراساس په داسې حال کې چې د افغانستان د نفوس نیمايي یې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه محروم شوي دي د طالبانو حکومت به څنګه وکولای شي چې کومه لاس ته راوړنه په نړیواله غونډه کې د ګډون کوونکو سره شریکه کړي.

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د حقونو د اعتراضي غورځنګ مشره مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل چې افغانستان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې شاته تګ کړی او بیرته د صفر نکتې ته رسیدلی دی.

میرمن اروین وویل چې د طالبانو د حکومت د کابینې غړو او د طالبانو مشرتابه ته په دغسې غونډو کې بلنه د هغو ښځو لپاره چې ددغې ډلې له خوا ځپل کیږي ډیره خواشیونکې ده.

اروین وویل: " [هیوادونه] د موازینو او ارزښتونو پرخلاف ورته تبلیغ کوي، هغو ارزښتونو ته یوه ذره هم ارزښت قایل نه دي او په شدت سره د هغوی اعلان شوی سیاست د بشري حقونو په سر په بحث کې په ځانګړي ډول د افغانستان په دننه کې د ښځو د حقونو په تړاو د هغوی د عمل سره توپیر لري".

د ارغواني شنبې د ورځو د غورځنګ مشرې وویل چې نږدې درې کلونه کیږي چې طالبانو د هیڅ کوم قانوني او شرعي دلیل پرته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي او په غونډو کې ددغې ډلې د غړو ګډون د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په حق کې جفا ده.

همداشان ترنم سعیدي په نوم د افغانستان ښځو د سیاسي مشارکت د مشرتابه غړې امریکا غږ ته وویل چې له زده کړو د نجونو منع کول پر افغانستان باندې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د طالبانو لومړنی اقدام وو چې عملي یې کړ.

میرمن سعدي وویل چې د هرکال په تیریدو له زده کړو د محرومو شویو نجونو شمیر زیاتیږي او اوس مهال په میلیونو نجونې په افغانستان کې په بې سرنوشتۍ کې ژوند تیروي.

ترنم سعیدي وویل چې د پوهنې وزیرانو غونډه کې د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزیر ګډون چا چې د تیرو نږدې دریو کلنو راهیسې د نجونو پرمخ د ښوونځو دروازې تړلي ټاکل شوې په دې غونډه کې د پوهنې د وزیر په توګه وینا وکړي.

میرمن سعیدي وویل: "په رښتیا چې د شرم ځای دی د هیوادونو لپاره چې دا ستم او جنایت ګوري او تروریستانو ته دومره بڼکې او وزرې ورکوي او د هغوی څخه په ملاتړ سره د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په سپیړه وهي".

د ښځو د حقونو دغې فعالې ادعا وکړه چې طالبان د افغانستان مشروع حاکمان نه دي، بلکې ددغې میرمن په وینا د ښځو د ځپلو یوه ډله ده چې ښځې او نجونې یې په ټولنه کې څنډې ته کړي دي او هغوی یې له خپلو حقونو څخه محرومې کړي دي.

ټاکل شوې چې د روسیې د فدراسیون د تاتارستان د جمهوریت د کازان په ښار کې د پوهنې د وزیرانو په دې څلور ورځینۍ غونډه کې به په هیوادونو کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو باندې خبرې وشي او د ستونزو د هوارولو لپاره وړاندیزونه وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG