د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ټاپي پروژې د پلي کیدو څخه ملاتړ اعلان کړ


ټاپي نل لیکه ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلومټره یې د افغانستان په دننه کې تیریږي.
ټاپي نل لیکه ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلومټره یې د افغانستان په دننه کې تیریږي.

په داسې حال کې چې نن د جمعې په ورځ په هرات کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې د غځولو کار د مراسمو په ترڅ کې پیل شو، طالبانو د دغې نل لیکې د غځولو څخه ملاتړ کړی دی.

په هرات کې نن د جمعې په ورځ د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته د ټاپي د ګازو د نل لیکې د غځولو کار د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو. په دغو مراسمو کې ددغې پروژې د غړو څلورو هیوادونو مشرانو گدون کړی و.

طالبانو په یوه اعلامیه کې، د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نل لیکې غځول، ددغې ډلې ابتکار ګڼلی او ویلي دي، چې ددغې نل لیکې لپاره به تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې امنیت برابر کړي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ټاپي پروژې د جوړیدو امتیاز دغې ډلې ته حاصل دی او په دې اړه اسناد او توافقات اوس هم شته دی.

طالبانو ویلي "اسلامي امارت دې پروژې ته د هیواد د اقتصادي زیر بنا د یوه مهم عنصر په توګه ګوري او په اصولي ډول د هغې پلي کول د افغانانو لپاره یو ښه زیری بولي. اسلامي امارت ترخپل کنټرول لاندې ساحه کې د یادې پروژې له پلي کولو سره خپله همکاري اعلانوي".

طالبانو په دغه اعلامیه د لوګر ولایت د مس عینک د کان د کار د ځنډ یادونه کړې او د ځنډ پړه یې په افغانستان کې پر میشتو امریکايي ځواکونو اچولې او په ټاپي پروژه کې د شاملو دریو بهرنیو هیوادونو ترکمنستان، پاکستان او هندوستان څخه غوښتي، چې د دغې پروژې د کار د پیل وړاندې دې د پروژې د نه تخریبولو لپاره دې نړیوال ضمانتونه واخلي.

د طالبانو یوې بلې جلا شوې ډلې چې مشري یې ملا رسول کوي، له وړاندې د ټاپي د پروژې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د ټاپي نل لیکه ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلومټره یې د افغانستان په دننه کې تیریږي.

ټاکل شوې د دې پروژې کار نن د هرات په ولایت کې په رسمي ډول د ټاپي د پروژې د شاملو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو او چارواکو له خوا پیل شي.

په هرات کې د دې پروژې د کار د پیل وړاندې نن سهار د ترکمنستان د "سليم چشمه" سرحدي سیمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د افغانستان او ترکمنستان جمهور رئیسانو، د پاکستان صدراعظم او د هندوستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر په کې ګډون کړی وو، په دغه هیواد کې د دې پروژې کارپای ته رسیدل اعلان کړل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې وویل" افغانستان سیاست د وصل سیاست دی نه د جلاوالي، دا مهال له یوې پيړۍ جلاوالي وروسته جنوبي اسیا د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره تړل کېږي".

ټاکل شوې نن د جمعې په ورځ به د هرات ښار د مولانا په تالار کې په افغانستان کې دننه د دې پروژې کال د دغو څلور هیوادونو د حکومتونو د مشرانو او چارواکو له خوا پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG