د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکمونو د پلي کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د تیرې اونۍ په اوږدو کې د ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ تنه یې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ نهم (مرغومې ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تازه یې د کاپیسا په ولایت کې د دریو ښځو په ګډون پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تورن کسان د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ اوسیدونکي وو چې د کور څخه د تیښتې، نامشروع اړیکو او د زنا د فعل په تورونو نیول شوي وو او پرې تعزیري حکم تطبیق شو.
ددغې محکمې د وینا پراساس دغو کسانو ته د لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې چې د سترې محکمې له خوا هم دا پریکړه تائید شوې وه په عام محضر کې د شپږو دُرو څخه تر ۳۹ دُرو پورې سزاګانې ورکړل شوي دي. همداشان ددې سربیره دغو تورونو ته د شپږو میاشتو څخه د یو کال بند سزا هم ورکړل شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو پراساس همداشان د پکتیا او غزني په ولایتونو کې د "غلا او بد اخلاقۍ" په تورونو دوه تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.
ددغې محکمې د معلوماتو له مخې د تیرې اونۍ په ترڅ کې پر دریو کسانو باندې د خوست، دوو کسانو باندې په کابل او دوو نورو کسانو باندې په زابل او د نورستان ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو حکم هم تطبیق شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې ویلي چې دا شمیر کسانو ته چې په دغو ولایتونو کې په مختلفو تورونو نیول شوي وو او د لومړنیو او ولایتي محکمو د پریکړو پر اساس چې د سترې محکمې له خوا تائید شوې وې په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي. دغې محکمې ویلي چې په دغو تورنو کسانو کې ښځې هم شاملې وې
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي سټډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.
طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزاګانو په لړ کې وروستۍ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۳( لړم ۲۴) د پکتیا په ولایت کې په عام محضر کې یو تن ته د طالبانو د حکومت دریو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته ورکړه.
د طالبانو سترې محکمې ویلي و چې اعدام شوی کس محمد ایاز د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو. دغې محکمې ویلي و چې محمد ایاز د حبیب الله په نوم د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی وژلی وو.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه