په داسې حال کې چې نړیوال بشري سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه په کلکه غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او په عام محضر کې خلکو ته د تعزیري سزاوو ورکول بند کړي خو چارواکو په څو پیښو کې دا ډول حکمونه تطبیق کړي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي چې په زابل او میدان وردګ ولایتونو کې یې په بېلابېلو تورونو محکومو پنځو کسانو ته بدني سزاوې ورکړې دي.
د دغې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې چې یو کس د غلا په جرم د ابتدايي محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی و او ورته د درې کاله بند او ۳۹ درې وهل سزا ټاکل شوې وه، سزا ورکړل شوه.
په یوې جلا پېښه کې، د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ کې څلور کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله وه، د زنا او لواطت په تورونو محکوم شوي.
د خبرپاڼې له مخې، هر یو ته دوه کاله بند او د ۳۹ دورو د وهلو سزا ورکړل شوې ده.طالبانو په وروستیو کلونو کې څو ځله دا ډول عامه بدني سزاوې عملي کړي دي، چې د بشري حقونو د ډلو او نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د (مارچ په۳۰) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په عام محضر کې د طالبانو له لورې په درو د خلکو وهل او مجازات د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړوونه ده.
فورم \ دبحث خونه