د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د ساتنې کمیټه:طالبانو افغان خبریال زاهد صمدزی وهلی ټکولی دی


عکس د زاهد صمدزي له فیسبوک څخه
عکس د زاهد صمدزي له فیسبوک څخه

د خبریالانو د ساتنې کمیټې د پنجشنبې په ورځ فبروري دریمه (سلواغې ۱۴) وویل طالبان باید ډیر ژر د افغان خبریال عبدالقیوم زاهد صمدزي د نیولو او هغه سره د ناوړه چلند په اړه څیړنې او له مسولو کسانو سره حساب کتاب وکړي.

صمدزي د خبریالانو د ساتنې کمیټې سره په ټلفوني مرکه کې ویلي چې د سه شنبې په ورځ فبروري لومړۍ نیته د یوه کس له خوا چې ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی وباله، ونیول شو.

صمدزی چې د یوې خپلواکې پاکستاني رسنۍ سره کار کوي د کابل ښار په دویمه ناحیه کې د طالبانو له خوا ونیول شو .

دغه افغان خبریال ویلي د طالبانو استخباراتي مامورینو تر نیول کیدو او څیړنو وروسته وهلی ټکولی او له ۳۶ ساعتونو وروسته په تضمین آزاد شوی دی.

د خلاصیدو پرمهال د طالبانو یوه استخباراتي مامور صمدزي ته ویلي دي تر هغه چې د طالبانو د ویاند د دفتر له خوا ورته د راپور ورکولو اجازه نه وي ورکړل شوې، یادې رسنۍ ته راپور ورنکړي.

په واشنګټن ډي سي کې د خبریالانو د ساتنې د کمیټې د آسیا د پروګرام همغږي کوونکي ستیفن بوټلر وویل:"طالبان باید د زاهد صمدزي په شان خبریالانو په خپل سر نیولو او وهلو ټکولو ته د پای ټکی کیږدي او په دې اړه له مسولو کسانو څخه سوال او ځواب ورکړي."

ښاغلي بوټلر زیاته کړې، د طالبانو د استخباراتو له خوا د خبریالانو ځورونه په افغانستان کې د پاتې آزادو رسنیو د کار په وړاندې تهدید ګڼل کیږي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټې د راپور په حواله افغان خبریال صمدزي هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شو چې د دولتي پوهنتونونو د خلاصیدو په اړه یې راپور جوړاوه.

صمدزي ویلي، د طالبانو د بند پرمهال ورڅخه په سړو خونو کې تحقیقات وشول او په څپیړو وهل شوی دی. نوموړی وایي، طالبانو بهرنیو هیوادونو ته په جاسوسي تورن کړ او فشار یې راوست څو د هغو نورو خبریالانو هویت هم افشا کړي چې د طالبانو په اړه جاسوسي کوي.

نوموړي ویلي چې طالبانو د هغه د ټلفون نمبرونه او استول شوي پیغامونه او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي مواد کتلي دي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه وايي چې په دې اړه یې د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق سره تماس نیولی خو ښاغلي وثیق ځواب ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG