د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: افغان خبریالان باید له ډار پرته په ازاد ډول فعالیت ته دوام ورکړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغان مېرمنو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازې پر رسنیو باندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي چې باید اجازه ورکړل شي، ترڅو هغوی له ډار او وېرې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

رینا امیري د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، طالب چارواکي چې له نړیوالو خبریالانو سره کوم چلند کوي، باید له افغان خبریالانو سره هم ورته چلند وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د سه شنبې په ورځ طالبانو د افغانستان د رسنیو د بنسټونو د یو منفرانس د جوړیدو مخنیوی وکړ. ددې بنسټ مسولینو ویلي چې طالب مقاماتو هغوی ته امر کړی چې له دې وروسته د خبري کنفرانسونو د جوړولو حق نلري. د افغانستان د ازادو خبریالانو بنسټ یا (نی) هم د ژورنالیستانو د فدراسیون د خبري غونډې په مخنیوي اندېښنه ښودلې وه.

اغلې امیري زیاته کړې چې دا اقدام به د دې ښکارندوي وکړي چې طالبان د افغانستان د خلکو غوښتنې ته نه رسیږي.

نوموړې (ازاد مطبوعات) په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو څخه بللي او «طالبانو ته خطاب» کې یې ویلي چې افغان خبریالانو ته اجازه ورکړی چې په ازادانه ډول له ډار پرته فعالیت وکړي.

د افغان ښځو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو حکومت له خوا په کابل کې د ژورنالیستان د فدارسیون د خبرې ناستې د مخنیوي په اړه غبرګونونه رامنځته شوي.

د طالبانو حکومت د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ وویل، په داسې حال کې چې په کابل کې د رسنیو یو فعال فدارسیون موجود دی، د دوهم فدراسیون رامنځته کېدل مناسب نه دي او په خبره یې د رسنیو ترمنځ د ناسالم رقابت سبب ګرځي.

د طالبانو ویاند په افغانستان کې مطبوعاتو ته ویلي چې رسنۍ باید د "مطبوعاتو د قانون" سره سم او سالم فعالیت وکړي.

ښاغلي مجاهد پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "که د افغانستان مطبوعات په ریښتیا په عادي توګه فعالیت کول غواړي، باید خپل د خپرونو جوازونه تمدید کړي او مالیه ورکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دې پریکړه ته په غبرګون کې ویلي چې مطبوعاتو د لاسرسي مخنیوی او د طالبانو لخوا د مطبوعاتو ځپل پدې هیواد کې په خبریالانو "ښکاره برید " دی.

دې سازمان په افغانستان کې د معلوماتو د ورکړې په برخې کې د مطبوعاتو نقش مهم بللی او ټینګار یې کړی چې پدې هیواد کې خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي باید په آزاده توګه کارا وکړي او د هغوي حفاظت دې وشي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم ویلي چې د خبري غونډو مخنیوی پدې هیواد کې د بیان په آزادۍ محدودیت دی.

یوناما د طالبانو څخه غوښتي و چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ دې وکړي او د هغو کسانو د محدود کولو هڅه دې نکوي چې فکر کیږي بل ډول نظر لري.

XS
SM
MD
LG