د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ډلې د افغانستان له کانونو په میلیونونو ډالرو ګټه پورته کړې


په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې شبکې د افغانستان په ختیځ کې د کانونو د غیر قانوني کیندنو او قاچاق په اړه د خپلې څیړنې یو کلن راپور خپور کړی.

په دې څیړنه کې څرګنده شوې چې د دولت وسلوال مخالفین د افغانستان له کانونو او طبعي زیرمو ګټه اخلي.

که څه هم چې د افغانستان حکومت د کانونو د غیر قانوني کیندنو کیندل منع کړي دي خو ددې شبکې د مسوولانو په وینا چې د کانونو د کیندنو مافیا په دې توانیدلي دي چې له حکومته د کانونود غیرې قانوني کیندلو جواز تر لاسه کړي او په دې توګه وکولای شي په ننګرهار ولایت کې په غیر قانوني ډول استخراج و کړي.

د دغې شبکې مشر خان زمان امرخیل وایي "هر ورځ پنځه سوه لارۍ چې په هر لارۍ کې ۴۵ ټنه سپنه تیږه بار وي ادامه لري او په تاسف سره چې تر اوسه ۷۵۰ زره ټنه سپینه تیږه او په ۲۰۱۶ کال کې وسلوالو مخالفینو وکولای شول ۴۶ میلیونه ډالره ګټه راوړي"

د کانونو و زرارته سرپرسته بیا وایي نا امني د کانونو د غیر قانونوني کیندنو لامل شوی دی.

ددې وزارت سر پرسته غزال حبیب یار وایي "نا امني او جنګ ددې لامل شوی دی چې موږ له کانونو سمه ساتنه نشو کولای او کانونو کې په خپل سر کندنې او د کانونو قاچاق روان دي."

په دې څیړنه کې په ځانګړې توګه د چا نوم ندی اخیستل شوی خو د ځینو ډلو یادونه پکې شوې ده چې د دې څیړنې په راپور کې به ژر خپاره شي"

خان زمان امرخیل زیاته کړه په ۲۰۱۷ کال کې موږ دې ته ژمن وو چې د "اې ای ټي ای" یا د استخراجي صنایعو روڼیتا یو نړیوال اعتبارتر لاسه کړو خو دا چې حکومت د کانونو د استخراج قراردادونه د خلکو لاسرسي کې نه ږدي نو تر اوسه پورې نه یو توانیدلي دا اعتبار تر لاسه کړو.

د کونړ په ولایت کې د چارتراش لرګیو قاچاق هم روان وه چې په عمومي لارو د هیواد بهر ته قاچاق کیدل داسې ویل کیږي چې ددې لرګیو قاچاق اوس هم په قاچاقي لارو ادامه لري

XS
SM
MD
LG