د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت خبریالانو ته د پیژندګلوۍ کارتونه ورکوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د هوارلو لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبتولو او ورته د پیژندګلوۍ د کارتو د ویشلو لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او د نشراتو د څار رئیس عبدالواحد ریان د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې خبریالانو ته د کارتونو په ورکولو سره به ټول خبریالان ددغه وزارت سره ثبت شي.

ښاغلي ریان ویلی: "د اړیکو شمیره به ثبت شویو خبریالانو ته ورکول کيږي، چي ۲۴ ساعته به روښانه وي ، خبریالان او رسنۍ به د مشکل په وخت کي اړیکه ورسره نیسي او د مشکل د حل په برخه کي به همکاري ورسره کیږي".

همداشان ښاغلي ریان ویلي، چې د خبریالانو د ثبت دغه نوي کارتونه بار کود لري، چې ددغه کود د سکین کولو په صورت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویب پاڼي کي د همدي کارت تصویر ښکاره کیدلی شي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي هم د خپل ټویټر په پاڼه ددغو کارتونو یوه نمونه خپره کړې او ویلي دي، چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت، نشراتي معینیت د هیواد ټولو خبریالانو ته د هویت د ځانګړیو کارتونو د وېش لړۍ پیلوي.

ښاغلي فراهي ویلی: "په دې سره به زمونږ د ژورنالیستانو ډېرې ستونزې حل شي او په اسانۍ سره به کولای شي خپل اړوندو چارو ته لاسرسی ولري."

تراوسه څرګنده نه ده، چې دا کارتونه د کومو شرایطو له مخې افغان خبریالانو ته ورکول کیږي او د کارتونو د اخیستلو وروسته به د دغه وزارت پر وړاندې د خبریالانو مکلفیتونه څه وي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله جاوید مجددي په مشروط ډول خبریالانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د پیژندګلوۍ د کارتونو د ویشلو د اقدام هرکلی کړی دی.

ښاغلي مجددي امریکا غږ ته وویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو په دې مسله د رسنیو د استازو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي مجددي وویل: " که چیرې دغه کار د همدې لپاره وي چې خبریالانو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په کور دننه او کوم خبریالان دي بهرنیو رسنیو سره کارکوي هغوی ته دا کارتونه ورکړل شي دا به نه یوازې خبریالانو ته ستونزه ونلري دا به یوه اسانتیا هم وي، خو که چیرې دا ددې لامل شي، چې خبریالان د ستونزو سره مخ کړي نو مونږ به یې په اړه خپل غږ اوچت کړو".

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله جاوید مجددي وویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ورته ویلي، چې په کابل او ولایتونو کې خبریالانو ته ددغو کارتونو ویشل به هغه ستونزې هواري کړي، چې اکثره خبریالان د پیښو او خبري مسلو د پوښښ پر مهال د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ورسره مخ کیږي او کله کله ددغو ځواکونود منسوبینو له خوا خبریالان نیول کیږي او په بند کې ساتل کیږي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستاان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د بیان ازادۍ فضا ډیره تنګه شوې ده او د طالبانو د حاکمې ډلې له خوا په رسنیو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې یو زیات شمیر رسنۍ ټړل شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له دندو ګوښه شوي او په سلګونو نور له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې خبریالانو ته د هغوی د فعالیت په برخه کې د اسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره د کارتونو ویشلو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړې، چې همدااوس یو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او دوه نور افغان سیمه ییز خبریال لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

طالبانو حکومت ویلي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ازادو رسنیو فعالیت ژمن دی.

XS
SM
MD
LG