د لاس رسي وړ اتصالات

پینټاگان: حقاني شبکه او طالبان پاکستان کې له پناه ځایونو گټه اخلي


د امریکا د دفاع وزارت د خپل ملک کانگرس ته د ٢٠١٦ کال د دسمبر میاشتې د لومړۍ نیټې نه د ٢٠١٧ کال د می د ٣١ نیټې پورې په افغانستان کې د ثبات او د امنیت د ټینگولو په هکله خپل رپورټ وړاندې کړیدی.

دغه رپورټ چې د امریکا د دفاع وزارت پرون د سه شنبې په ورځ ( جون ٢٠) خپور کړیدی، په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې ، د ترهگرو په ضد د عملیاتو، د اسلامی دولت د ډلې په وړاندې د ستراتیژۍ، د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د امریکا او د متحدینو مرستو ته پکې کتنه شویده.

د پاکستان او افغانستان اساسي مسله

په دغه رپورټ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په هکله هم څرگندونې شویدي.

د امریکا د دفاع وزرات په دغه رپورټ کې لیکې طالبان او د حقاني شبکه اوس هم په پاکستان کې پناهځایونه لري.

دغه رپورټ زیاتوي چې پاکستان پدی باور لري چې افغانستان د هغه ترهگرو مخه نه نیسي چې د افغانستان نه پاکستان ته ځي او هلته حملې کوي ، د مثال په توگه دفرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سند په صوبې کې په یوه زیارت باندې په ځانمرگې حملې کې ٧٢ تنه وژل شول. دغه ډول حملې د پاکستان او افغانستان اړیکې لا نورې هم خرابې کړې.

ټرمپ د افغان امنیتې ځواکونو لپاره د ۴.٩٣٧ ملیارده ډالرو غوښتنه کړې

د امریکا کانگرس د ٢٠١٧ کال په بودیجې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره ۴.٢٦ ملیارده ډالره تخصیص کړې دي. په دغو کې ٨١۴.٥ ملیونه د هوایي قواوو سره د مرستې لپاره ځانگړې شویدي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په نوې بودیجې کې د افغانستان د امنیتې ځواکونو لپاره د ۴.٩٣٧ ملیارده ډالرو غوښتنه کړیده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر په هکله هم د دفاع وزارت ته واک ورکړیدی چې مناسبه فیصله وکړې او اوس به د دفاع وزیر د نورو عسکرو د استولو په هکله فیصله کوي.

په دغه رپورټ کې راغلې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مرستو برسیره نړیواله ټولنه هم مالي مرستې کوي.

په ٢٠١٦ کال کې د ناټو د غړو هیوادونو په غونډې کې چې په واساو کې وشوه، د ناټو زیاترو غړو هیوادونو په ٢٠١٨، ٢٠٢٠،٢٠١٩ کې د مرستو جارې ساتلو ژمنه وکړه او دغه به په کال کې شاوخوا ٩٠٠ ملیونه ډالرو ته ورسیږي.

د امریکاېي او نړیوالو مرستو سره سره د افغانستان حکومت ژمنه کړیده چې هغوي به هم د خپلې دفاع د قوي کولو لپاره خپله برخه پیسې ورکوي. د افغانستان حکومت په ٢٠١٢ کال کې د ٢٥ ملیارده افغانیو د ورکولو ژمنه کړېده او نړیواله ټولنه هیله لري چې د افغانستان حکومت به دغه برخه نوره هم زیاته کړي.

طالبان په ١١ ٪ افغانانو نفوذ لري

د پینټاگان دغه رپورټ په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ په هکله وایي چې طالبان د افغانستان د نفوسو په شاوخوا ١١ فیصده باندې کنټرول لري. دغه رپورټ وایي چې ٦٥ فیصده افغانان د حکومت په کنټرول کې دي.

رپورټ وایې چې د افغانستان د ملي دفاع او د امنیت ځواکونه د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې د یو ډیر مشکل پړاو نه تیریږي.

په افغانستان کې په داسې یو پلان باندې کار شروع دی چې هلته کې د ترهگرۍ په ضد د قواوو انکشاف او موثریت ته فرصتونه برابر شي او د دغې کار د عملي کولو لپاره د ٢٠١٧ کال ډیر مهم دی.

په دغه رپورټ کې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه ته سپارښتنه شویده چې طالبانو ته اجازه ورنکړي چې ستراتیجکې گټې وکړې، د اسلامي دولت د ډلې سره وجنگیږي او افغان قواوې په ٢٠١٨ کال کې لا نورې قوې شي.

په دغه رپورټ کې د اسلامي دولت د ډلې د خراساني څانگې په ضد د افغانستان د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه شویده.

رپورټ وایي چې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه د ترهگرو ضد په عملیاتو کې ورځ تربلې پرمختگ کوي او افغانستان د امریکا د ترهگرۍ ضد مهم متحد دی. د دی باوجود چې د اسلامي دولت د ډلې سره تړلې د خراساني ډله په کابل کې حملې کوي خو د دغې ډلې کنټرول له منځه تللی.

امریکا او افغان قواوې د دغې ډلې ختمولو ته ژمن دي او د اسلامي دولت د خراساني ډلې په ضد د هوایي عملیاتو له کبله دغه ډله یواځې د ننگرهار څو کلو کې پاتې ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG