د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې تښتول‌شوي ۱۳۸ مسافر بیرته آزاد شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کندز کې د وسله‌والو طالبانو له خوا د ۱۵۰ تښتول‌شویو مسافرو لویه برخه بیرته آزاد شوي دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، طالبانو دغه شمیر مسافرین د سیمې د خلکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب آزاد کړي دي.

هغه زیاته کړه "تر همدې شیبې چې موږ احوال لرو، د دغو مسافرینو له شمیرې یواځې ۱۲ تنه د دښمن په بند کې دي، پاتې خوشې شوي او موږ تمه لرو ترڅو د ورځې تر پایه پورې، د دغو هڅو په نتیجه کې چې جریان لري، هغوی هم خوشې شي".

د ښاغلي مهر پر وینا، ټول تښتول شوي مسافر ملکي وګړي وو، چې د اختر په ورځو کې د خپلو کورنیو د لیدلو لپاره یې سفر کوه.

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت مرادي امریکا غږ – آشنا ته د اکثرو مسافرینو بیرته خوشې کیدل تائید کړي دي.

مخکیني معلومات

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ سهار وختي د کندز خان‌آباد تر منځ د نیکپۍ په سیمه کې د دریو لویو بسونو مسافر برمته کړي چې شمیر یې شاوخوا ۱۸۰ تنو ته رسیږي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي امریکاغږ – آشنا ته وویل چې سهار وختي وسله والو طالبانو یو شمیر مسافر د کندز - خان‌آباد له لارې یرغمل کړي دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مسافر څوک او څومره کسان دي.

هغه وايي چې وسله والو مسافر لرې کلیو ته بیولي او پولیسو د مسافرو د خلاصون لپاره په سیمه کې عملیات پيل کړي دي.

د کندز – خان اباد له لویې لارې څخه په داسې حال کې وسله وال طالبان په ۳ لویو بسونو کې سپاره مسافر کوزوي چې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، او مسافر هڅه کوي چې د اختر د لمانځلو لپاره ځانونه کورونو ته ورسوي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري امریکاغږ ته وویل چې دغه لوی بسونه د کابل پر لور په حرکت وو خو معلومه نه ده چې له بدخشانه راغلي وو او که له تخار څخه.

هغه زیاتوي چې کیدای شي په دغو بسونو کې ښځې او ماشومان هم وي، خو تر اوسه ورته د رسیدلي زیان په اړه معلومات نشته، او پولیس هڅه کوي چې زر تر زره یې د مخالفینو له ولکې راخلاص کړي.

د ۳۰۳ ډوله لوی بس هر یو کې ۶۰ تنه مسافر سپاره وي، خو چارواکي د مسافرو د شمیر په اړه دقیق ارقام نه لري.

ولایتي مسولینو له قومي مشرانو او مخورو خلکو غوښتي چې د اختر په مناسبت ددغو مسافرو دخلاصون لپاره هڅه وکړي چې اختر په کورونو کې له خپلوانو سره ولمانځي.

مخکې تر دې هم وسله والو طالبانو څو ځل د کندز – علي اباد تر منځ په لویو بسونو کې سپاره مسافر کوز کړي وو چې ځینې به یې ووژل او ځینې نور به د ضمانت په ورکولو سره خوشې کړل.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG