د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غزني کې د مخابراتي شبکو فعالیت محدود کړی


غزني وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند په ولایت کې هم د مخابراتي شبکو پر فعالیت محدودیتونه وضع کړي وو.
غزني وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند په ولایت کې هم د مخابراتي شبکو پر فعالیت محدودیتونه وضع کړي وو.

د غزني سیمه ییزو چارواکو منلې چې د د دوشنبې ورځې (وږي ۱۲ مه) تر غرمې وروسته په دغه ولایت کې کې ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو د طالبانو د ګواښ له امله خپل فعالیتونو محدود کړي دي.

د چارواکو په خبره، نن سه شنبه ( د وږي ۱۳مه) د مخابراتي شبکو څو تنه کارکوونکي نیول شوي چې د خپلو خدماتو د درولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " د خصوصي مخابراتي شرکتونو مسئولینو په دې اړه چې طالبانو هغوی ته ګواښ کړی، زموږ امنیتي برخې نه دي خبرې کړي او تېره ورځ له ماسپښين وروسته یې پر خپل سر د دغو مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی، چې له همدې امله د دغو شبکو څو تنه مسئولین نیول شوي دي."

د غزني د والي ویاند زیاتوي چې تر دې وړاندې هم طالبانو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ګواښ کړی و، خو د سیمې د خلکو او د دغې ډلې د غړو تر منځ د تفاهم له امله دغو شبکو فعالیت کاوه.

د مخابراتي اسانتیاوو د تنظیم اداره یا اترا هم په غزني کې د خصوصي مخابراتي شبکو د بندیدو دلیل د طالبانو ګواښونه ښودلي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو ډلې په دغه ولایت کې له خصوصي مخابراتي شبکو څخه غوښتي چې خپلې شبکې د سهار له ۷ څخه تر ۱۰ بجو فعالې وساتي او نور وختونه یې بندې کړي.

د غزني د ولایتي شورا استازی نصیر احمد فقیري وايي چې دا مهال ځنیو شبکو خپل فعالیت پېل کړی، خو پر غزني ښار د طالبانو د بیا ځلې برید اوازو خلک اندېښمن کړي.

ښاغلي فقیري زیاته کړه " په غزني کې د مخابراتي شبکو تر بندېدو وروسته له غزني ښار په لرې شاوخوا کې د طالبانو تحرکات زیات شوي دي، او غزني ښار ته تللې سرکونه یې په ماشین آلاتو جر کړي"

خو د غزني سیمه ییز چارواکي د غزني ښار د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکوي او وايي چې افغان ځواکونه د مرکز په لرې پرتو سیمو کې د کمربندي پوستو او امنیتې مرکزونو په جوړولو بوخت دي.

تر دې وړاندې هم څو ځله په غزني ښار کې مخابراتي شبکې طالبانو ته د باج نه ورکولو له امله څو ورځې بندې شوې وې.

XS
SM
MD
LG