د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د افغانستان او لوېدیځو هیوادونو د بشري حقونو ارزښتونه توپیر لري


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته، چې په کې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي، په غبرګون کې ویلی چې لویدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پراساس تعریف کیږي.

ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳( غوايي څلورم) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې هغه څه چې په امریکا او لویدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي، شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نشي.

مجاهد وویل: "لومړی دا چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقونه د اسلامي شریعت په مدار کې تعریف کیږي او حقونه یې ورکول کیږي. داچې امریکا او یا کوم بل لودیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لودیځ فرهنګ پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۲ (غوايي درییم) په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونواو پالیسو له امله د افغان میرمنو وضعیت لا خراب شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې زده کړو او کار ته د افغان میرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یوازې د کور کارونو کولو لپاره محدودې شوې .

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو لا د پخواني جمهوري رژیم قوانین په رسمي ډول نه دي بدل کړي، خو هغوی داسې حکمونه صادر کړي چې نه یوازې د تیر حکومت د قوانینو سره په ټکر کې دي، بلکې په نړیوالو کنوانسیونونو کې هم د افغانستان د مسوولیتونو سره اړخ نه لګوي.

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په راپور کې ویلي چې تیر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" راپورونه چې وژنې، جدي فزیکي ناوړه چلند، په زندانونو کې سخت او داسې شرایط چې د بندي ژوند ته پکې خطر وي ترلاسه کړي دي.

د دې تر څنګ په دغه راپور کې په غیر عادلانه توګه د بندیانولو، تښتونو، تري تم کیدنې اود قضایه قوې د خپلواکۍ په ګډون د جدي ستونزو یادونه شویده.

همداشان په راپور کې ویل شوي چې طالبانو تیر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو په آزادۍ جدي محدودیتونه لګولي و، خبریالان نه یوازې د تاوتریخوالي سره مخ دي، بلکې پخپله د خپل ځان سانسورولو ته اړ شوي او هم په زندان کې اچول کیږي، په دغه هیواد کې انټرنیټ ته لاس رسی هم محدود شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په دې کلني راپور کې دا هم ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د خلکو د راټولیدو په آزادۍ ډیره محدوده شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو آزادۍ او هیواد پریښودو په حقونو هم جدي محدودیتونه لګول شوي و. . په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان ماشومان په غیرقانوني ډول د جنګ لپاره استخداموي.

پدې راپور کې همدارنګه راغلي چې تیر کال په سیاسي چارو کې د خلکو په ګډون جدي او بې موجبه محدودیتونه وضع شوي و او هم د بشري حقونو په نړیوالو او داخلي ادارو هم جدي محدودیتونه لګول شوي و

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت خپلو وګړو ته د هغوی د حقونو په ورکولو کې شرعي او اسلامي مکلفیت لري. هغه ویلي چې کوم څه چې د افغانستان خلک هم اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپل حقوق غواړي، چې د طالبانو حکومت هم ورته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغه راپور د خپریدو پر مهال وویل چې د امریکا متحده ایالاتو دا پریکړه نه ده کړې چې ایا د طالبان او یا کوم بل حکمي شخصیت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې په افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو د چلند اړوند مسلو ته هم ځای ورکړل شوی او ویل شوي چې دا کړنې د هغوی د جبري بې ځایه کیدو سبب شوي هم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG