د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو کلنی راپور: طالبانو د افغان میرمنو لپاره فرصتونه محدود کړي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې تیر کال په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونو له کبله د میرمنو لپاره وضعیت د پام وړ توګه خراب و.

دا راپور چې دوشنبه اپریل ۲۲ (غوایي درې) خپور شوی پکې ویل شوي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان میرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او یوازې د کور کارونو کولو لپاره محدودې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د میرمنو او نجونو د تعلیم او کار کولو په برخې کې خپل فرمانونه نه بدل کړي او نه یې پکې نرمښت راوستی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو داسې فرمانونه او حکمونه صادر کړی چې د پخواني حکومت (جمهوریت) په دورې کې د میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د جوړو شویو قوانینو سره په ټکر کې دي او همدارنګه په نړیوالو کنوانیسونونو کې د افغانستان د مسؤلیتونو سره په تضاد کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په راپور کې ویلي چې تیر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په هکله د "اعتبار وړ" راپورونه تر لاسه کړي چې وژنې، جدي فزیکي ناوړه چلند، په زندانونو کې سخت او داسې شرایط چې د بندي ژوند ته پکې خطر وي پکې شاملې دي. د دې تر څنګ په غیر عادلانه توګه بندي کوونه او تښتونه، تري تم کیدنې او په قضایه قوې په استقلالیت کې د جدي ستونزو یادونه شویده.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تیر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو په آزادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي و چې د خبریالانو توقیف کول او د هغوي سره تشدد کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې دا هم ویل شوي چې تیر کال په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د خلکو د راټولیدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو آزادۍ او هیواد پریښودو په حقونو هم جدي محدودیتونه لګول شوي و.

پدې راپور کې همدارنګه راغلي چې تیر کال په سیاسي چارو کې د خلکو په ګډون جدي او بې موجبه محدودیتونه وضع شوي و او دا چې د بشري حقونو په نړیوالو او داخلي ادارو هم جدي محدودیتونه لګول شوي و.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د سیاسي ګوندونو په فعالیتونو بندیز ولګوه او د "حزب" د ټکي کارول یې هم "جرم" بللی و. هغه ویلي وو که د طالبانو حکومت د چا نه خوښېږي، له افغانستان څخه وتلای شي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو او رسنیو فعالیتونو کلک بندیزونه لګولي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان څه موده مخکې په خپل یو راپور کې وویل چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د ۵۴۷ رسنیو له ډلې یې اکثریت تړل شوي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیر له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوګانو څخه ۱۷۰ یې پاتې دي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس ۱۸ اژانسونه کار کوي.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې تیر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون حاکمیت له پامه غورځول شوی و او د دې ډلې رسمي مامورینو په خلاف هم چې بشري حقونه یې نقض کړي و، کوم اقدام ندی شوی.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو او داعش – خراسان څانګې تیر کال د راپورونو له مخې د ۱۲ کلنو څخه کم عمره ماشومان پخپلو لیکو کې استخدام کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG