د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان له روسیې چارواکو سره د یو میلیون متریک ټنه تیلو په واردولو خبري کوي


طالب چارواکي وايي له روسیې څخه د یو میلیون ټن متریک تیلو د واردولو په اړه د یاد هیواد له چارواکو سره په خبرو بوخت دي او دغه تیل به احتمالا د ممیزو، د درمل جوړیدو د خامو موادو او نورو منرالي موادو په بدل کې وارد شي.

د طالبانو یو هئیت اوسمهال په مسکو کې دی او له روسي چارواکو او خصوصي سکټور سره د تجارت د دوه اړخیزو اړیکو په وده او افغانستان ته د پانګو په جذب خبري‌ کوي.

روسي چارواکو څرګنده کړې ده چې طالب هئیت ورسره د غنمو او لمرګلو د وارداتو په ګډون د مهمو محصولاتو په وارداتو خبري اتري کړي دي.

روسي رسنیو د جمعې په ورځ د طالبانو د صنعت او تجارت د وزیر نورالدین عزیزي په قول چې د هئیت مشري هم کوي، څرګنده کړې چې افغانستان څه باندې څلور میلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري چې یو مقدار یې له ګاونډیو هیوادونو څخه وارد شوي دي.

عزیزي د روسیې آر ای آې رسنۍ ته ویلي:" دا چې روسیه یو زموږ یو ملګری هیواد دی، موږ دلته راغلي یو چې د روسیې د تیلو او نورو پترولیمي موادو د واردیدو په اړه یو قرار داد ترلاسه کړو. موږ په پام کې لرو چې کابو یو میلیون ټن پطرول او ډیزل تیل وارد کړو."

طالبانو د ۳۵۰ زره متریک ټنه تیلو د واردیدو په اړه تیره میاشت له ګاونډي هیواد ایران سره توافق وکړ.

د طالبانو د صنعت وزیر وویل د هغوی حکومت غواړي چې هر څومره ژره امکان ولري دا قرار داد هم لاسلیک کړي.

عزیزي که څه هم دا ونه ویل چې دواړه هیوادونه د معاوضې د تجارت تاریخي تجربه لري که نه خو هغه زیاته کړه:" زموږ لومړیتوب دادی چې دا روسي محصولات د معاوضې پر مبنا وارد کړو."

هغه زیاته کړه که د معاوضې پلان نتیجه ورنکړي، افغانستان به له روسیې څخه د محصولاتو د واردیدو په هدف له مالي پرداختونو کار واخلي.

عزیزي همدارنګه زیاته کړه متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د خامو موادو د اخیستلو په برخه کې پر افغانستان بندیزونه ندي لګولي " افغانستان کولی شي ددغو محصولاتو لپاره پیسې ورکړي."

کله چې پوښتنه وشوه آیا د طالبانو حکومت به د لیتیمو په ګډون د افغانستان په منرالي معادنو کې روسیې ته د پانګونې اجازه ورکړي، عزیزي وویل، طالبان به روسیې ته د انرژۍ د منابعو په بدل کې یو شمیر منرالونه مهیا کړي.

دغه طالب مشر د ډیرو جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې کابل په چین کې فابریکو ته د خامو موادو لیږد پیل کړی او دا مواد روسیې ته هم استولی شي.

طالبانو سره د چین تعامل

بیجینګ هم د تیر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو قواوو تر وتلو او واک ته د طالبانو له حکومت سره اړیکې تامین کړي دي.

چین، روسیې، ترکیې، ګاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران، ازبکستان او د مرکزي آسیا یو شمیر نورو هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه خلاص پریښي، خو د امریکا په ګډون غربي هیوادونو خپل ماموریتونه قطر ته انتقال کړي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د امریکا په ګډون له یو شمیر هیوادونو سره تعامل لري، خو د هغوی حکومت د پاکستان په ګډون د نړۍ د هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی.

XS
SM
MD
LG