د لاس رسي وړ اتصالات

دپلوماتان: ملګري ملتونه د جګپوړو طالب چارواکو په سفر کولو د بندیز معافیت ختموي


دپلوماتانو د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګپوړو طالب چارواکو د سفر کولو د بندیز معافیت پای ته ورسوي او تر هغه وخته به دا بندیز پخپل حال وي چې ددې شورا غړي د معافیت د نیټې پر سر موافقې ته نه وي رسیدلي.


د طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د شنبې په ورځ اګسټ ۲۰ (زمري ۲۹) پای ته رسیږي او که چیرته د امنیت شورا کوم غړی اعتراض ونکړي، ښایي د معافیت دا نیټه تر یوې بلې میاشتې هم وغځیږي.

د امنیت شورا د یو پریکړه لیک له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې منظور شوی، د طالبانو ۱۳۵ چارواکي د بندیزونو په لیست کې شامل شوي او پدې معنی چې د هغوي شتمنۍ ضبطې شوي او بهرنیو هیوادونو ته د سفر کولو اجازه نلري.

خو وروسته د دې ۱۳۵ څخه یوازې ۱۵ تنه یې د بندیزونو څخه پدې خاطر معاف شول چې بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي او د نورو هیوادونو د چارواکو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې ددې ۱۵ کسانو د لیست څخه چې د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه، د معارف د وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني د سفر کولو اجازه لغوه کړله.

پدې دواړو ځکه دا اجازه بنده شوې وه چې طالبانو په افغانستان کې د میرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ددغو پاتې ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت نن شنبه پای ته رسیږي او که چیرته د شورا کوم غړی اعتراض ونکړي، ښایي تر یوې بلې میاشتې هم دا نیټه وغځیږي. خو یوې دپلوماتیکي سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امنیت شورا غړي هیواد آیرلنډ په همدې روانې اوونۍ کې پدې هکله اعتراض کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ اګست ۲۰ پر یو شمیر ټویټونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې:" د دوحې تړون کې منل شوې چې د اسلامي امارت له مشرانو به هر ډول بندیزونه لیري کیږي، هغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي."

بلخي ویلي، د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله ايجادوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي چې دا به د هیچا په ګټه نه وي.

چین او روسیې د بندیزونو د معافیت د نیټې غځیدل غوښتي خو د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي چې د دې ۱۳ کسانو په لیست کې دې نه یوازې د طالب چارواکو نومونه نور هم کم شي بلکې د هغو هیوادونو شمیر دې هم کم شي چې دا طالب چارواکي ورته د سفر کولو اجازه لري.

ځینو دپلوماتیکو سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په نوي وړانديز شوي لیست کې که ومنل شي، یوازې ۶ طالب چارواکي به د دپلوماتیکي دلایلو په خاطر د سفر کولو اجازه ولري. او که چیرته د امنیت شوار هیڅ یو غړی پرې اعتراض ونکړي د سفر کولو دا بندیز او نوی لیست به د دریو میاشتو لپاره د اعتبار وړ شي.

پدې ۱۳ کسانو کې چې د سفر کولو اجازه لري، د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی شامل دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا سره د سولې په تړون کې یې دواړو مهم نقش درلود.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري د اوس لپاره د چین سره ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین د سیاسي استازولۍ یو ویاند په همدې روانې اوونۍ کې ویلي چې په طالبانو د بندیز موضوع د بشري حقونو سره تړل "ګټوره نده" او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د سفر کولو د بندیزونو څخه دا معافیت "تر بل هر وخته ډیر ضروري دی".


سره لدې چې طالبانو واک ته تر رسیدو وړاندې د نرمۍ ژمنې کړې وې خو داسې ښکاري چې دا ډله هماغه شان سخت دریځه ده لکه د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په لومړنۍ دورې کې چې وه.

طالبانو په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو په برخې کې د سختۍ څخه کار اخیستی. په ګڼ شمیر سیمو کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي او طالبانو په سیستوماتیکه توګه افغان میرمنې د کار د ځایونو څخه حذف کړیدي.

طالبان څه باندې یو کال کیږي چې په افغانستان کې واکمن شوي خو د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د بشري حقونو څار سازمان کې د میرمنو د څانګې مسئوله هېدر بار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او په ځانګړي ډول د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو نه پرانیستل کېدو ته په کتو، ملګرو ملتونو ته ښايي چې طالب چارواکو پر سفر د بندیز دغه معافیت له منځه یوسي.

مېرمن بار امریکا غږ ته وویل: " تر هغې چې طالبان د مېرمنو او نجونو پر حقونو تیری کوي، په ازاده توګه د هغوی پر ګرځیدو بندیز لګوي، له طالبانو دې هم دا ازادي واخیستل شي او ورته اجازه ور نه کړل شي چې هر ځای غواړي سفر وکړي. د دوی پر ګرځیدو دې هم بندیز ولګول شي".

نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په طالبانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

خو بلخوا بیا طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او د هیواد ټولو قومونو ته پکې برخه ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG