د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا وکړه په کابل کې په موټر کې چاودنه دوي کړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي ۱۰) وویل چې د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د یو ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي چې په یو کاسټر موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودیدو په وجه یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ټپیان دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې دا چاودنه هغوي کړې.

د شنبې د ورځې چاودنه د علاوالدین په سیمه کې د «خلیفه صاحب» په خانقاه جومات کې د تیرې ورځې د چاودنې وروسته رامنځته کیږي چې په کې په لسګونه کسان په ځانګړې توګه عبادت کوونکي مړه او ټپیان شول.‌

د طالبانو مقاماتو ویلي وو چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د علاوالدین په درې لارې کې د «خلیفه صاحب» د خانقاه په جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي او ۵۸ تنه نور ټپیان کړي دي.

خو د رویترز اژانس د جومات د امام په قول رپوټ ورکړی چې پدغه چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي دي. تر اوسه ددغه جومات د چاودنې بڼه نده څرګنده شوې او عیني شاهدانو ویلي چې دا چاودنه هغه وخت وشوه چې خلک په لمانځه ولاړ وو.

افغانستان د سږکال د روژې په میاشت کې د تیرو کلونو په څیر په جوماتونو او عبادت ځایونو د مرګونو بریدونو سره مخامخ شوی دی.

د کابل، بلخ او کندز په مرګونو بریدونو کې په سلګونو ملکي وګړو ته مرک ژوبله اوښتې چې مسولیت یې د داعش – خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې وروستیو چاودنو نړیوال غبرګونونه هم زیږولي دي. په یو وروستي مورد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اورپايي ټولنې د کابل په یو جومات کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې او د دغه برید د عاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورتر د جمعې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۹ (غوايي نهمه) په افغانستان کې د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د دغو چاودنو عاملین، چې اکثره قربانیان یې مذهبي اقلیتونه دي، باید ونیول شي او مجازات شي.

میرمن پورتر همدارنګه خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG