د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس تښتولی


د کندز امنیتي چارواکي وايي، چې نظامي ابتدائیه محکمې د رئیس د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
د کندز امنیتي چارواکي وايي، چې نظامي ابتدائیه محکمې د رئیس د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

وسله‌والو طالبانو نن سهار د کندز- خان‌آباد پر لویه لار د دغه ولایت د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس وتښتوه.

د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري مطبوعاتو ته وویل چې د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس اصل الدین نن سهار د خان اباد کندز پر لویه لار د خواجه پستې په سیمه کې وسله والو له موټر څخه کوز کړی او له ځان سره یې بیولی دی.

هغه وویل چې د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس له تخار څخه کندز ته پر لاره وو، چې د وسله والو له خوا یې موټر درول شوی او له ځان سره یې بیولی دی.

محفوظ الله اکبري دا هم وویل، چې د نظامي ابتدائیه محکمې د رئيس د خلاصون په موخه یې عملیات پيل کړي دي.

د کندز خان اباد لویه لاره د دغه ولایت له سقوط وروسته ناامنه ده او په دغه لار د پولیسو جوړې شوې پوستې د جګړو پر وخت ویجاړ شوي خو اوس یې په شمار څو پوستې فعالې دي.

د کندز خان اباد پر لار مخکې تر دې هم د امنیې قوماندانۍ یو تن چارواکی تښتول شوی وو، چې د خوشې کیدو او نه خوشې کیدو یې هیڅ معلومات نه دي شوي.

په کندز کې د سره صلیب یو تن خارجي مامور هم یوه میاشت وړاندې د علي‌آباد پر لویه لار د وسله والو له خوا تښتول شوی و چې یوه اونۍ مخکې خوشې شو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG