د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په خان اباد کې د طالبانو په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي


د کنذز ولایتي چارواکي وايي طالبانو د کندز ښار سره نږدې د ادم خان د دوکان د سیمې پر امنیتي پوستې نن سهار ډله ایز برید کړی وو.
د کنذز ولایتي چارواکي وايي طالبانو د کندز ښار سره نږدې د ادم خان د دوکان د سیمې پر امنیتي پوستې نن سهار ډله ایز برید کړی وو.

د کندز د خان‎اباد ولسوالۍ د دوکان ادم خان پر امنیتي پوستې باندې وسله والو طالبانو ډله‎ییز برید کړی چې د دواړو خواو په جګړه کې ۱۳ تنه پولیس‌ وژل شوي او ځینې پوځي وسایط یې له ځان سره وړي دي.

د خان‌اباد ولسوال حیات‌الله امیري وايي چې نن سهار وختي وسله‎والو طالبانو د خان‎اباد ولسوالۍ د دوکان ادم خان پر امنیتي پوستو برید کړی چې ۱۳ تنه پولیس په کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده او اوس‌مهال د دوکان ادم خان ساحه هم د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د خان اباد کندز پر لویه لار وخت ناوخت د دولت مخالف وسله وال طالبان پر امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دا یې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړی برید وو.

څه موده وړاندې دغه لار د پنځلس ورځو لپاره د وسله والو طالبانو له خوا بنده شوې وه چې د سختو عملیاتو وروسته د افغان ځواکونو له خوا بیرته پرانیستل شوه.

ذبیح‌الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د دوکان ادم خان په پوسته کې وسله‎والو طالبانو ۱۷ تنه پولیس وژل شوي او د کندز-خان‌اباد لویه لاره هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

خو دولتي مسولین وايي چې لار د ترافیکو پر مخ پرانستې ده او سیمه کې افغان ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG