د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یوه اونۍ کې ۳۰ افغان ملکي وګړي وژلي ـ فیصل


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو په تیره یوه اونۍ کې په نهو ولایتونو کې۳۰ ملکي وګړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبه اپرېل۱۲ (وري ۲۴) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د یادو کسانو زیاته برخه د طالبانو لخوا د سړک غاړې ماینونو چاودنو کې وژل شوي دي.

ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړې: "وسله وال طالبان باید اوربند وکړي، تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي او د سولې په اړه هڅې نتیجه ورکړي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

پر همدې مهال په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پییري مایدون هم په افغانستان د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند پلي کېدو غوښتنه کړې ده او زیاته کړې ده چې ټولې هڅې باید له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره پنجشنبه له کرونا سره د مبارزې په هدف له طالبانو څخه د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې له اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په هیواد کې د سر تاسري اوربند ټینګېدو په اړه د افغان حکومت او نورو بهرنیو نړیوالو بنسټونو د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت لخوا له بګرام زندان څخه ۳۰۰ طالب بندیان خوشي شول چې ټاکل شوې دغه بهیر دوام پیدا کړي.

بلخوا طالبانو هم نن اعلان وکړ چې ټاکل شوې د افغان حکومت ۲۰ بندیان په کندهار ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG