د لاس رسي وړ اتصالات

تیره اونۍ د طالبانو بریدونو کې۴۶ ملکي وګړي وژل شوي ـ افغان حکومت


د افغانستان د ملي امنیت شورا پخپل اونیز راپور کې ویلي چې تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۳۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا نن شنبه جولای۲۵(زمري۴) ویلي چې په تیرو اوو ورځو کې د وسله والو طالبانو په ۴۰۱ بریدونو کې۴۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادې شورا په وینا د طالبانو لخوا یاده مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې رامنځته شوې چې تر ټولو ډيره یې په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې ده.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي:"د طالبانو د ۴۰۱ فعالیتونو له کبله ۱۳۹ ولسي وګړي شهیدان او ټپيان شوي دي."

د ملي امنیت شورا د طالبانو لخوا د ملکي خلکو په نښه کول د ټولو اصولو خلاف بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وسله والو طالبانو تل ورته راپورونه رد کړي او هغه یې د حکومت پروپاګند یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو او چاودنوو زور اخیستی دی.

جګړو پر داسې مهال زور اخیستی چې د بین الافغاني خبرو په اړه هیلي زیاتوي شوي، خو د عملي تر سره کېدو لپاره یې څرک نه تر سترګو کیږي.

تیره اونۍ په افغانستان کې د د یوناما مشرې ډیبورا لاینز په دغه هیواد کې د جګړې په ښکیلو خواو غږ وکړ چې د جګړې په درولو سره د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

نوموړي ویلي و چې د دې وخت رارسېدلی چې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بندیان ازاد شي او په راتلونکي لوی اختر کې جګړه ودرول شي.

بلخوا په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د دوی بندیانو تر خلاصولو وروسته دغه ډله بین الافغاني خبرو ته چمتو ده.

خو افغان حکومت بیا د طالبانو د۶۰۰ بندیانو له خلاصولو سره مخالفت ښودلی او زیاتوي چې هغوی په حق العبدي مسائلو تورن دي.

XS
SM
MD
LG