د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان د مخکني حکومت د لسګونو سرتېرو وژلو کې لاس لري 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د عالي کمېشنرۍ طالبان د مخکني حکومت د څه باندې ۱۰۰امنیتي‌ او دفاعي سرتېرو او کارکوونکو په وژلو تورن کړي ‌دي.

دا سازمان وايي چې په دې اړه «معتبر اتهامات» شته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ندی الناشف د سه شنبې په ورځ دسمبر۱۴(لیندۍ۲۳) په ژینوا کې په خپلو خبرو کې د طالبانو پهواکمنۍکېد صحرايي محکمو، د مخکني حکومت دسرتېرو د وژنو او د ښځو د حقونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

نوموړېوویل سره له دې چې طالبانو «عمومي بخښنه اعلان کړه، خو لا هم په افغانستان کې د «دوامداره صحرایي وژنو په اړه اندیښمن یوو».

میرمن الناشف وايي د اګست او نومبر په میاشتو کې د«افغانستان د مخکني حکومت ۱۰۰سرتېرياو کارکوونکيوژل شوي چې لږ تر لږ په۷۲وژنو کې طالبان ګرم ګڼل»شويدي. په ځینو پېښو کې مړي عام ځړول شوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګې مرستیالې وویل، د افغان قاضیانو، څارنوالانو، او په ځانګړي ډول د ښځینه مدافع وکیلانو ته خطرونه ډیر د پام وړ دي، ځکه اکثریت يي د وژل کیدو او یا د غچ اخستلو له ویرې پټ دي.

د نومبر په ۳۰نېټه هم د بشري حقونو د څار ډلې په دې اړه یو راپور خپور کړی و. خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ دا ادعاوې رد کړې.

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د مخکني حکومت د کارکوونکو وژل غندلي او په دې اړه د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې طالبان د «عمومي بخښنې فرمان ته ژمن دي او د مخکني حکومت غړي به نه ځورول» کیږي.

د امریکا متحدو ایالتونو،‌ اروپايي ټولنې، برېتانیا، جاپان او ځینو نورو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ويلي دي: « موږ له محکمې پرته د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژلو او یا ورک کولو په اړه د بشري حقونو د څار ډلې د راپور په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.»

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې دا «صحرايي محکمې» له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اګست په وروستیو کې شوي‌ دي. دا سازمان وايي دوی معتبر راپورونه ترلاسه کړي‌ دي چې د اګست او اکتوبر په میاشتو کې طالبانو په غزني، هلمند، کندهار او کندزکې څه باندې ۱۰۰وژلي دي او وايي دا باور دی چې دا ټول پېښې د افغانستان په نورو سیمو کې هم شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG