د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هغه قومي مشر وواژه چې ټرمپ ته یې مډال ورکړی و


د لوګر قومي مشران دا مډال په کابل کې د امریکا سفارت ته سپارلی و چې ولسمشر ټرمپ ته یې ورکړي
د لوګر قومي مشران دا مډال په کابل کې د امریکا سفارت ته سپارلی و چې ولسمشر ټرمپ ته یې ورکړي

افغان چارواکي وایي چې د ګل نبي په نامه دغه قومي مشر په لوګر کې په یوې چاودنې کې وژل شوی دی.

د لوګر ولايت چارواکي وايي د دغه قومي مشر حاجي ګل نبي په موټر کې بم نښلول شوی او چاودنه پرې شوې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل چې دا پېښه د پنجشنبې په مازديګر(مۍ۲۴) شوې ده. د ده په وينا حاجي ګل نبي کومه رسمي دنده نه لرله.

طالبان ادعا کوي چې دا کس د دوی په چاودنه کې وژل شوی دی. په لوګر کې د ساداتو د قوم مشر سيد فرهاد اکبري امریکا غږ ته وويل چې حاجي ګل نبي يو له هغو کسانو څخه و چې له هغه سره يې د پاکستان په اړه د ډونالد ټرمپ د پاليسۍ د ستاينې لپاره هغه ته د سرو زرو مډال ورکړی و.

نوموړي وويل چې دی په خپله، فرهاد اکبري، حاجي ګل نبي او د دوی يو بل ملګری او قومي مشر د مډال په ورکړې سره د وسله والو له لوري ګواښلي شوي هم وو.

اکبري وايي چې حاجي ګل نبي د پاکستان د حکومت په اشاره وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې دوی ټرمپ ته د دې لپاره مډال نه و ورکړی چې افغانان ووژني، بلکې د پاکستان د حکومت پرخلاف يې د هغه د پاليسۍ ننګه کړې، دا ځکه چې د ده په وينا پاکستان په سيمه کې ترهګر روزي او بيا يې افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږي.

XS
SM
MD
LG