د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د میدان وردک په مرکز برید کړی


د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي چې د جګړې زور کم شوی خو لا هم په ځینو برخو کې جګړه روانه ده.
د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي چې د جګړې زور کم شوی خو لا هم په ځینو برخو کې جګړه روانه ده.

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ او د ولایت د مرکز پورې په مربوطو یو شمیر سیمو کې په دولتي تاسیساتو بریدونه کړي چې په ځینو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.

هم طالبانو او هم د میدان وردک ولایتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو د پیل شوو بریدونو له امله د کندهار – کابل او کابل – بامیان ترمنځ لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منگل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د جګړې زور کم شوی خو لا هم په ځینو برخو کې جګړه روانه ده.

ښاغلي منګل وویل " نن سهار وختي د سید اباد ولسوالۍ اړوند سیمه او همدارنګه د میدان ښار اړوند ځینې سیمې دي چې دښمن په کې تحرکات پیل کړي دي، خو په وخت امنیتي ځواکونه دغو ساحو ته رسیدلي او د دښمن د تحرکاتو مخه یې نیولې ده، په ځینو سیمو کې اوس هم لا جګړه روانه ده، حالات په بشپړه توکه د افغان امنیتي ځواکونو په کنټړول کې دي".

د میدان وردګ د والي ویاند وویل، چې وسله والو طالبانو د سید اباد په ولسوالۍ کې یو کوچنی پل نړولی چې ورسره د کابل کندهار لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو هم په ځینو سیمو کې په جګړه کې د ملکي وګړو د ایساریدلو د مخنیوي لپاره لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي تر څلورسوو پورې وسله وال طالبان د میدان ښار باندې په برید کې برخه لري.

پخپله طالبانو د میدان ښار د نیولو لپاره د خپلو پیل شوو عملیاتو په هکله ویلي چې ددغو عملیاتو په پیل کې یې میدان ښار ته غځیدلې ټولې لویې لارې بندې کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي چې میدان ښار یې محاصره کړی دی.

"په دغه پلان کې لومړی د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ، دخالد په نامه نظامي قطعه، د سپیشل فورس قطعه او د استخباراتو په مرکز د مجاهدینو لخوا د درنو وسلو بریدونه پيل شوي او په شدت سره دوام لري".

خو د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شاتمبولي دي.

تراوسه د میدان وردک ولایت د تازه جګړو په هکله دواړو خواو ته د سر د رسیدلي زیان په هکله معلومات نشته دي.

خو د میدان وردګ ولایتي چارواکي په دغو نښتو کې د افغان پوځ یو سرتیری ټپي شوی او یو طالب وسله وال د سیداباد په ولسوالۍ کې د پل د الوزولو په وخت وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG