د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ ‌‌‌‌‌‌ډله ییز برید شوی


طالبانو د نورستان د وانټ ویګل پر ولسوالۍ د چهارشنبې سهار اته بجې بریدونه پیل کړي دي
طالبانو د نورستان د وانټ ویګل پر ولسوالۍ د چهارشنبې سهار اته بجې بریدونه پیل کړي دي

د نورستان ولایت چارواکي وايي چې سلګونو وسله والو طالبانو پر وانت وایګل ولسوالۍ نن د چهارشنبې په سهار اته بجې برید کړی، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لا هم په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

د وانت وایګل ولسوال رحمت الله رحمت امریکا غږ ته وویل چې د نورستان او کونړ له اوو ولسوالیو څخه په سلګونو طالب وسله وال راټول شوي او پر ولسوالۍ یې برید کړی دی.

هغه وايي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته ځکه د ولسوالۍ له ودانۍ سره سره په ټولو پوستو جګړه روانه او له ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو سره یې اړیکه نه کېږي.

نوموړی وايي حمایوي قوه سیمې ته ور رسېدلې ده.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي چې طالبانو د کونړ نه د وانت وایګل ولسوالۍ په لور په غزیدلې لار پر ټولو پوستو بریدونه کړي دي او غواړي دغه لاره وتړي.

تر اوسه طالبانو ددغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د وانت وایګل ولسوالۍ په تېرو پنځلسو کلونو کې درې ځله طالب وسله والو نیولې، خو هر ځل افغان حکومتي ځواکونو بیرته طالبان له دې ولسوالۍ نه ایستلي دي.

د پکتیا په جاني خیلو کې لا هم جګړه روانه ده

د پکتيا ولایت چارواکي وايي، د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې چې لاهم روانه ده، تر اوسه تر ۳۰ ډېر طالبان او پنځه افغان امنيتي ځواکونه منسوبین وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه لېږل شوي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

خو طالبانو ويلي چې د جاني خېلو ولسوالۍ يې نيولې، ۱۹ تنه امنيتي سرتېري يې وژلي، ۱۶ تنه يې ژوندي نيولي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG