د لاس رسي وړ اتصالات

غزني او فاریاب کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړیدلې


وسله والو طالبانو د اختر د ورځو وروسته د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرمرکزونو بریدونه زیات کړي دي.
وسله والو طالبانو د اختر د ورځو وروسته د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرمرکزونو بریدونه زیات کړي دي.

افغان چارواکو په غزني او فاریاب کې د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی اوپه دغو بریدونوکې افغان امنیتي ځواکونو منسوبینو ته د اوښتو تلفاتو د شمیر په اړه يې ضد او نقیض معلومات ورکړي دي.

د غزني د ولایتي شورا چارواکو ویلي، طالب جنګیالیو تیره شپه د غزني د ښار پر پوستو او څو ولسوالیو باندې پراخې حملې کړي، چې له امله یې تر څوارلسو پورې افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس خالقداد اکبري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" په ټوله کې مونږ د جغتو، رشیدان، زنه خان او د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزه کې په پوستو د طالبانو د بریدونو له امله ۱۴ شهیدان او ۲۱ ټپيان لرو".

خو د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا وايي، چې پدې نښتو کې درې سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ښاغلي نوري زیاته کړه چې پدې بریدونو کې ۲۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

سیمیزو چارواکو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا نښتې د سهار په یوه بجه پيل شوې وې او تر څلور نیمو بجو یې دوام وکړ.

فاریاب کې د طالبانو بریدونه

په همدې حال کې په فاریاب ولایت کې محلي چارواکو د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په مهال ملي اردو ته د اوښتو تلفاتو په اړه متفاوتې شمېرې ورکړي دي.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې طالبانو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د خواجه خشکي په سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

هغه وویل" شپږ شهیدان لرو. درې ټپیان لرو. یو تن مو د دښمن لاس ته اسیر شوی. دښمن ته هم تلفات اوښتي او لس تنه یې وژل شوي دي".

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي بیا ویلي، چې د خواجه قشري په دوه لارې کې د اردو درې پوستې وې یوه پوسته یې سقوط شوې او د نښتو له امله د اردو یو سرتیری وژل شوی دی.

له بل لوري طالبانو رسنیو ته د یوه پیغام په لیږلو سره ویلي، چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د خواجه قشري په سیمه کې دوه امنیتي پوستې دوی نیولي او اووه امنیتي سرتیري یې وژلي دي.

د خواجه قشري سیمه د فاریاب د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې د میمنې له ښار ۱۲ کیلومټره لرې ختیځ لور ته د میمنې جوزجان په لویه لاره پرته ده.

XS
SM
MD
LG