د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو هیت او ملي محا‌‌ذ په اسلام اباد کې خبرې کړي


د طالبانو یو چارواکي ویلي دي چې د طالبانو د مشر په اجازې د هغوي یو هیت پاکستان ته سفر کړیدی چې د افغانستان د ١٦ کلنې جگړې د ختمیدو لپاره خبرې وکړي.

دا لا تر اوسه څرگنده نده چې د افغان لوړپوړي چارواکي د استاځي سره په دغو غیر رسمي خبرو کې کوم ډول پرمختگ شویدی او کنه. د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د سولې دغه ډول هڅې ندي کامیابې شوي.

په اسلام اباد کې د دوشنبې د ورځې د دغه خبرو نه وروسته په ترکیې کې هم د طالبانو د ځینو غړو او د حزب اسلامي د ډلې د استازو ترمنځ پټ ملاقات شویدی. حزب اسلامي تیر کال وسلې وغورځولې او د افغانستان په سیاسي بهیر کې ورگډ شو.

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ویاند په دی هکله ویلي دي چې هغه د اسلام اباد د خبرو په اړه هیڅ معلومات نلري. طالبانو هم په دی موضوع د تبصرې نه ډډه کړیده.

دوو طالبانو رویټرز ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلی دي چې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د اسلام اباد خبرې تائید کړیدي چې د افغانستان د شپاړس کلنې جگړې د ختمیدو لپاره یې کوي.

داسې ویل کیږي چې د طالبانو مشر اخونزاده په پاکستان کې پټ دی.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په ترکیې کې د طالبانو استاځو گډون ندی کړي. د طالبانو دغه اعلامیه کې لیکل شوي. "داسې ښکاري چې دا استخباراتي هڅي دي چې غواړي په افغانستان کې د سولې کوښښونه بدنامه کړي."

د طالبانو دغه اعلامیه زیاتوي چې د سولې خبرې به هغه وخت وشي چې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG