د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مشر : افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل سولې ته لار پرانیځي


طالبانو د ډلې د مشر په توګه د ټاکنې وروسته دا د ملاهبت الله اخوندزاده دوهم پیغام دی چې د اختر په مناسبت یې رسنیو ته استوي
طالبانو د ډلې د مشر په توګه د ټاکنې وروسته دا د ملاهبت الله اخوندزاده دوهم پیغام دی چې د اختر په مناسبت یې رسنیو ته استوي

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې چې د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې له خوا خپور شوی، یو ځل بیا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به په دغه هیواد کې د جګړې پای ته رسولو ته لار پرانیزي.

د طالبانو مشر په خپل دغه پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونونو شتون" اشغال" بللی او د دغو ځواکونو شتون یې د سولې په لار کې د یو لوی ځنډ په توګه یاد کړی دی.

ملا هبت الله اخوندزاده په دغه پیغام کې ویلي " د سولې په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی، د اشغال په ختمېدو سره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده، د همدې لپاره سیاسي دفتر ته د سوله ییز حل د موندلو دنده سپارل شوې ده".

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د خپلو وسله والو په لاس د نیمايي افغانستان د نیولو ادعا کړې او ویلي دي چې د دغې ډلې وسله وال په دې ډاډه دي چې خپل هیواد به د "تیري کوونکو له منګلو" خلاص کړي.

د طالبانو مشر ویلي " موږ همدا اوس په تر نیمايي زیات افغانستان باندې د واکمنۍ په مهال دا ثابته کړې چې له هیچا څخه د انتقام اخیستلو اراده نه لرو، تبعیضي چلند نه کوو او نه هم د واک د انحصار په لټه کې یو. زموږ په باور یو جامع او د ولس د آرمانونو ممثل هغه نظامدی چې په هغه کې د ټولنې ټول اقشار اوپرګنې خپل ځان وویني".

د طالبانو مشر د دغې ډ‌لې د وسله والو په لاس کې د افغانستان د نیمايي خاورې د کنټرول ادعا په داسې حال کې کړې چې په دغه هیواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان پر لس فیصده خاوره د طالب وسله والو کنټرول منلی.

جنرال نیکولسن تیره اونۍ یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغان حکومت ځواکونه تر ۶۲ فیصدو پورې د افغانستان پر خاوره کنټرول لري، په ۲۵ فیصده خاوره کې جګړه روانه ده او وسله وال طالبان په لس فیصده خاوره کنټرول لري.

د طالبانو مشر په خپل دغه پیغام کې له خپلو وسله والو جنګیالیو غوښتي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډیره هڅه وکړي.

" د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي‌ زیات کوشش وکړئ او د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون سره د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې پوره همکاري‌ کوئ ".

د طالبانو مشر د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلو وسله والو ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما د روان کال د شپږ میاشتو په رپوټ کې په دغه هیواد کې د ۷۳ فیصدو ملکي تلفاتو مسئولیت د طالبانو پر غاړه اچول شوی دی.

همداشان ملا هبت الله اخندزاده په دغه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د افغانستان بیارغونې ته پخپله خپلې مټې بډ وهي.

" باید ووایم چې موږ آزاد، مستقل او مترقي افغانستان غواړو او پدې برخه کې مو له ولس څخه غوښتنه داده چې د بهرنیانو په تمه ونه اوسئ ځکه بهرنیان یوازې د شعار تر حده جوړوونکي دي.".

د طالبانو مشر له افغان پانګوالو غوښتي چې که په ښارونو کې د سړي تښتوونکو ډلو د اندېښنو له امله پانګونه نه شي کولی نو د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته دې ورشي او هلته دې پانګونه وکړي، ترڅو په دغه هیواد کې بیکاري له منځه لاړه شي او له وطن څخه بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د تګ مخه ونیول شي.

" د لارو، پلونو، داوبوبندونو، تعلیمي ادارو، روغتیایي مراکزو، تولیدي فابریکو د جوړولو او د هر راز زیر بنايي پروژو د خوندیتوب لپاره مو ځانګړی کمیسیون ټاکلی چې د هیواد په هره برخه کې د دا ډول پروژو څارنه او ساتنه کوي".

د طالبانو مشر د سیمې او اسلامي هیوادونو هم غوښتي دي چې د دغې ډلې پر خلاف د دریځ تر نیولو وړاندې د طالبانو په تګلاره ځان خبر کړي.

طالبانو د خپل د مشر د لوی اختر دغه پیغام د افغانستان په هکله د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ تر اعلان یوه اونۍ وروسته خپور کړی دی.

د امریکا د جمهوررئیس په نوې ستراتیژۍ کې چې طالبانو یې پر وړاندې د وسله والې مبارزې په دوام ټینګار کړی که څه هم له طالب وسله والو سره د سولې د خبرو دروازې پرانیستې پریښودل شوي، خود چارو د شننونکو په باور دا ستراتیژې تر ډېره د دغې ډلې او د افغان حکومت د نورو مخالفو وسله والو ډلو پر ځپلو ولاړه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د مشر د لوی اختر د پیغام په غبرګون کې هیله ښودلې چې دا ډله به د بې ګناه افغانانو له وژلو لاس واخلي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د طالب وسله والو په بریدونو کې تر ډیره هغه ځوانان چې تعلیم یې کړی زیان ویني.

ښاغلي دانش وویل "د دغې پیغام پر ځای دې دوی لطفآ د بې ګناه او بې دفاع قشر اود تعلیم تر لاسه کړو ځوانانو له وژلو لاس واخلي اودا به د هغوی ښه مرسته وي ".

دا د طالبانو د مشر په توګه د ټاکنې وروسته د ملا هبت الله اخوندزاده د اخترونو د رسیدلو پر مناسبت دوهم پیغام دی.

د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت هم یو پیغام رسنیو ته استولی وو، چې تر ډیره په کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د دغې ډلې پر وسله والې مبارزې ټینګار شوی وو.

XS
SM
MD
LG