د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پرېکړه کړې چې په ملکي سیمو کې به بریدونه نکوي


افغان طالبانو د تیرو څو کلونو په مودې کې د لمړني ځل لپاره د ملکیانو د اوسیدو په سیمو کې د بریدونو ودرولو اعلان کړیدی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي د افغانستان چارواکو او وسله وال طالبانو پخپله ویلي دي چې د ملکیانو په سیمو به بریدونه نه کوي.

افغان طالبانو دغه اعلان د جون په میاشت کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د کامیاب اوربند نه شاوخوا یوه میاشت وروسته کړیدی. د اوربند نه مخکې ملگروملتونو د ٢٠١٨ کال د افغان ملکیانو د تلفاتو د ترټولو خونړې کال بللی و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یوې ټلفوني مرکې کې وویل چې وسله والو ته یې امر کړیدی چې په هغو سیمو کې ځانمرگه بریدونه نه کوي، چبرته د ملکیانو د وژل کیدو خطر موجود وي.

هغه دا هم وویل چې د اختر د اوربند نه وروسته یې په کابل ځانمرگه بریدونه ندی کړي. هغه وویل چې طالب مشرانو ورته امر کړیدی چې دغه به کوئ او هغوي یې تابعداري کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر غني مرستیال شاه حسین مرتضوي د طالبانو ادعا تائید کړیده او وایي چې مونږ د هغوي په فعالیتونو کې بدلون احساس کړیدی، په ښارونو کې په ځانمرگه بریدونو کې کموالی راغلی دی خو لا په مکمله توگه ختمې شوی ندي.

د طالبانو په ملکیانو د بریدونو نه ډډه کول د اسلامي دولت ډلې په فعالیتونو هیڅ اغیز نه لري. د داعش ډلې په ملکیانو حملو ته دوام ورکړیدی.

طالبانو د خپلې پریکړې په اړه تفصیل ندی ورکړی خو وایي چې غواړي د ملکیانو په تلفاتو کې کموالی راشي.

طالبانو دغه اعلان د نیوبارک ټایمز ورځپاڼې د هغه رپورټ نه دوه ورځې وروسته کړیدی چې ویل یې ولسمشر ټرمپ د خپلو دپلوماتانو نه غوښتي د طالبانو سره دې مسقیمې خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ د دغه رپورټ په غبرگون کې وویل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به هر ډول خبرې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG