د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر ولې په رسنیو کې نه څرګندیږي؟


د طالبانو یو شمېر مشران دا وخت د خپلو انځورونو خپرولو ته لېوال بریښي، خو په ۱۹۹۰مه لسیزه کې دا ډله د عکسونو مخالفه وه.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پر عکس اخیستلو باندې د بندیز دپاره ددې ډلې دلیل دا وو چې د هر ساه اخیستونکي عکس یا ویډیو جوړول په اسلام کې حرام دي. د طالبانو حکومت د خپلې تیرې واکمنۍ برخلاف اوس شرایط اسان کړي دي. خبریالان، د طالبانو غړي او عام وګړي د عکس اخیستلو او ويډیو جوړولو اجازه لري.

خو په قانون کې ددغې نرمۍ سره سره، د طالبانو اوسنی مشر په رسنیو کې نه څرګندیږي. د طالبانو لومړني مشر ملا محمد عمر په خلوت کې ژوند وکړ او د عمر تر پایه عام ولس و نه لید.

د طالبانو اوسنی مشر هیبت الله آخندزاده هم د خپل پخواني رهبر پر لار روان دی او له رسنیو مخ پټوي. ډیری پوښتنه کوي چې دې مشرانو ولې په خلوت کې، د پټ ژوند تېرولو پرېکړه کړې ده؟

په پاکستان کې د رواني روغتیا کارپوه میا افتخار حسین په دې باور دی چې څومره چې دا مشران ځان پټ ساتي، په پیغام او فرمان کې یې زور زیات وي او خلکو ته یې قدر او قیمت زیاتیږي.

ښاغلی حسین دا کار د مشرانو له لوري د سیاسي او مذهبي اثر ساتلو وسیله بولي او وايي: "که دوی برالا میدان ته راځي، او پوښتنې ترې کیږي، متنازعه کیږي، او پدې ډول د هغوی مذهبي او سیاسي زور هغه شان نه پاتې کیږي."

د رواني علومو نور ماهرین په خلوت کې د پټ ژوند کولو مسله له رواني روغتیا سره تړي.

په نیویارک کې د رواني درملنې څېړونکې ریحانه لطيف يوازې ژوند کول ناروغي نه بولي خو وايي چې دا د رواني ناروغیو یوه نښه کېدای شي.

هغه وايي، هغه کسان چې يوازې ژوند کوي، کېدای شي د ځان په اړه ښه احساسات نه لري، او بل علت یې د خوندیتوب احساس کېدای شي.

د رواني روغتیا دي متخصصي وويل: "ځیني کسان ددې ډول ژوند کولو له لارې غواړي په خلکو کې د ځان په اړه تجسس زیات کړي، پدې مانا چې غواړي خپل ځان په رازونو کې پټ وساتي."

د امریکا وتلی سندرغاړی مایکل جکسن له ماشومانو سره د جنسي اړیکو په يوه قضیه کې له برأت وروسته د یوازې ژوند تېرول غوره کړ. ځینې نور داسې مشهور کسان هم شته چې يوازې ژوند یې کړی دی.

د رسنیو په دې دور کې، اکثره مشران هڅه کوي خلکو ته خپله څېره ور وپېژني، ځانونه د خپل ولس په منځ کې او ښکاره وساتي. خو طالبان پدې اند ندي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دا مسله مهمه نه بولي، او وايي، د هېواد لویې ستونزې له دې مسئلې سره ندي تړلي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "که د طالبانو د مشر مخ پر میډیا راښکاره شي نو له دې سره به د ولس ستوزې حل شي؟ که دغسې وي نو بیا دا خبره پر ځای ده."

په رسنیو کې د ملا محمد عمر زیاتره یو عکس تر اوسه ښودل کیږي او رپوټونه وايي چې ملا هیبت الله اخند نږدې دوه ځله ښکاره شوی دی. ویل کیږي چې، یو ځل چې یې وینا کوله نو خلکو ته یې شا کړې وه.

ډاکتره ریحانه لطيف وايي: "يوازې ژوند کول د یو مشر صفت نشي کېدای. د مشر صفت دا دی چې د خپل فکر خورولو دپاره له ولس سره ويني. که فکر يې ښه وي او که بد، خپل ځان ښکاره کوي."

د طالبانو د رهبرانو د ویډیو او یا عکس نه خپرېدلو له امله داسې شکونه هم وخت په وخت رامنځته شوي چې وايي، ممکن دوی په اصل کې وجود ونلري.

XS
SM
MD
LG