د لاس رسي وړ اتصالات

طیب آغا ملا منصور په تاریخي تیروتنو تورن کړ


د طیب آغا ادعا هغه پراخې انگیرنې باوري کوي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور د پاکستان په ملاتړ ټاکل شوی دی.
د طیب آغا ادعا هغه پراخې انگیرنې باوري کوي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور د پاکستان په ملاتړ ټاکل شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سید محمد طیب آغا، له خپلې دندې لاس اخیستی او ویلي دي چې د ملامحمد اختر منصور په مشرۍ د طالبانو له ډلې سره رسمي اړیکې نلري.

طیب آغا په یوه بریښنالیک کې ویلي چې نور به د طالبانو په استازیتوب له هیچا سره رسمي لیده کاته ونکړي.

نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې په قطر کې د طالبانو مشر استازی وو.

طیب آغا په تېرو څو کلونو کې د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادنو له استازو سره د طالبانو په استازیتوب خبرې اترې کولې.

پر ملامنصور نیوکه

طیب آغا پخپل بریښنالیک کې لیکلي چې "یوه تاریخي اشتباه وه چې د ملا عمر مړینه د نژدې دوو کلونو لپاره پټه وساتل شوه او د هغه ځای ناستی له افغانستان څخه بهر وټاکل شو".

په اعلامیه ویل شوي دي چې د دې ډلې لوړپوړی سیاسي استازی د طالبانو له مړینې څخه خبر نه و او د دوو کالو راهیسې هغه د هغو کسانو له خوا چې د ملا عمر پر شاو خوا راتاو وو په فعاله توگه بې خبره ساتل شوی دی.

طیب آغا ادعا کوي چې هغه په وار وار په دې وروستیو کې په یو غږیږ پیغام کې د ملا عمر له خوا د لارښوونو په را استولو ټینگار کړی و، خو ورته ویل شوي وو چې دې کار ته "اړتیا نشته".

د طالبانو دغه پخواني چارواکي دغه راز په پاکستان کې د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملااختر محمد منصور پر ټاکنې هم کلکه نیوکه کړی ده.

نوموړي لیکلي چې د طالبانو نوی مشر "باید د طالب جنگیالیو څخه چې په سنگرونو کې دي، ټاکل شوی وای".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طیب آغا پر استعفا کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG