د لاس رسي وړ اتصالات

مولانا فضل الرحمن وايي ملامنصور سولې ته لیواله دی


مولانا فضل الرحمن د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې د طالبانو په نوي مشرتابه کې له اختلافاتو خبر نه دی.
مولانا فضل الرحمن د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې د طالبانو په نوي مشرتابه کې له اختلافاتو خبر نه دی.

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن چې د افغان طالبانو کلک ملاتړی دی وايي طالبانو "نوی امیر" ټاکلی دی او دی د طالب مشرانو په لیکو کې د اختلافاتو له شتوالي نه خبر ندی.

د فضل الرحمن دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د ملامحمد عمر د ځای ناستي د ټاکنې پر سر ژور اختلافات راڅرګند شوي دي.

په دې لړ کې پرون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید محمد طیب آغا له خپلې دندې لاس واخیست او په پاکستان کې یې د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور ټاکنه "تاریخی تیروتنه" وبلله.

د ملاعمر د ورور په ګډون، یو شمېر نورو طالب مشرانو هم د ملامنصور پر ټاکنې نيوکې کړي دي.

مولانا فضل الرحمن د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل "هغوی (طالبانو) نوی امیر ټاکلی دی او موږ نه پوهیږو چې اختلافات شته کنه، نور نو دا د هغوی خپل داخلي مسایل دي".

فضل الرحمن دغه راز وویل چي ملا منصور له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لیواله دی "نوی مشرتابه د سولې د خبرو د روان ساتلو لپاره اشارې ورکړې او باید ورته مثبت ځواب ورکړل شي".

مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه – جهاد- بولي او په وار وار یې ترې ننګه کړې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG