د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: محمود کرزی د یوې حقوقي مسئلې له امله ممنوع الخروج شوی


د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د افغانستان د پخواني حکومت د ښار جوړونې او ځمکو د چارو وزیر محمود کرزی د یوې حقوقي مسئلې له امله ممنوع الخروج شوی دی.

ښاغلي کریمي د دوشنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶) د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې د محمود کرزي د ممنوع الخروج کېدو مسئله سیاسي اړخ نلري.

محمود کرزی چې په کندهار ولایت کې د عینو مینې ښار ګوټې (افکو کمپنۍ) مشر هم دی د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت تر سقوط وروسته په کندهار ولایت کې اوسېده.

ویل کیږي چې د څه وخت راپدېخوا د نوموړي او د عینو مینې ښار ګوټي (افکو کمپنۍ) د یوه بل شریک عبدالحمید هلمندي ترمنځ د عینو ښار ګوټې د اداري او بیارغونې په چارو کې اختلافات موجود و.

یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې تېره اونۍ د (افکو کمپنۍ) د شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي ترمنځ را پیدا شوې ستونزه د طالبانو حکومت د عدلیې د وزیر او کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې په منځګړیتوب هواره شوه چې تر دې وروسته به دواړه د عینو مېني د بیارغونې چارې په ګډه مخته وړي.

د سرچینې په وینا محمود کرزي د یادې مسئلې تر هواري وروسته غوښتل دوبۍ ته سفر وکړي چې تېره ورځ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالب چارواکو لخوا راګرځول شوی دی.

خو دغې سرچینې وویل چې د محمود کرزي د ممنوع الخروج ستونزه هواره شوې او په خبره یې په دې اړه یې د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې روانې دي. خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمود کرزی د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د کابل بانک له سهم لرونکو څخه و چې وروسته یاد بانک دېوالي شو او چارې یې پخواني افغان حکومت په لاس کې واخیستي. هغه مهال افغان حکومت وویل چې د دغه بانک څخه په غیر قانوني ډول ۹۲۵ میلیونه امریکايي ډالر ایستل شوي و.

د پخوني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت د استیناف ځانګړې محکمې د پخواني کابل بانک قضیه کې ددغه بانک دوو اصلي تورنو خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود ته د ۱۵ کلونو بند سزا واوروله او دغه راز، دواړه یې د سلګونو میلونو ډالرو د اختلاس په تور نقدي جریمه کړل.

XS
SM
MD
LG