د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرو دوو میاشتو کې افغانستان کې د کانګو تبې پیښې ۳۸ فیصده زیاتې شوي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې د ناروغۍ په پیښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې د ناروغۍ په پیښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ یا د وینې بهوونکې تبې د خپریدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې ددغې ناروغۍ په پیښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د دوشنبې په ورځ جون لسم ( جوزا ۲۱) رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې د ناروغۍ ۲۰۳ پیښې ثبت شوي دي.

هغه ویلي چې په تیرو پنځه میاشتو کې پر دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

امرخیل ویلي چې تیرکال په افغانستان کې د کانګو د تبې د ناروغۍ ۲۴۴ پیښې شبت شوې وې چې شاوخوا ۱۰۰ تنه په دغې ناروغۍ د اخته کیدو له امله مړه شوي وو.

شرافت زمان امرخیل ویلي:" د روان ۲۰۲۴ کال د لومړیو میاشتو پرتله په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د مثبتو پیښو شمیر کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی، البته ورته بشپړ چمتوالی لرو او هیله ده چې کوم ناروغان چې روغتونونو ته مراجعه کوي ورته ښه خدمتونه وړاندې شي."

د کانګو د ناروغۍ ویروس په ګڼو اهلي او وحشي څارويو کې ځای نیسي او وده کوي او تر ډیره حده هغه کسان ورباندې اخته کیږي، چې له څارویو سره سر او کار لري.

د وینې بهوونکي تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروي د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو سره تماس په صورت کې خلکو ته انتقال کیږي. د لوی اختر په ورځو او شپو کې چې خلک خورا زیات څاروي ذبح کوي او د څارویو سره د خلکو تماس زیاتیږي د خپریدو احتمال یې هم د نور وخت پرتله زیات لیدل کیږي.

شرافت زمان امرخیل ویلي چې په کابل کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او په ولایتونو د انتاني ناروغیو مرکزونه چمتو دي چې پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه وکړي او د اړتیا وړ پلازما یا وینه چې پردغې ناروغۍ د اخته ناروغانو لپاره ورته اړتیا لیدل کیږي د روغتیا د دنړیوال سازمان په ملاتړ چمتو کړي.

هغه ویلي:" د عامې روغتیا وزارت ددې لپاره چې د کانګو د ناروغۍ مخه ونیسي، کله کله یې سیمینارونه ترتیب کړي، کله یې هم د دیني عالمانو او روغتیايي کارکوونکو پواسطه خلکو سره ددغې ناروغۍ په اړه مو معلومات شریک کړي دي ترڅو د کانګو د ناروغۍ مخنیوی وکړو".

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې په تیرو پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې په ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر د تیرو دریو کلنو د اوسط پرتله زیات دی او په دغه موده کې ددې تبې د ۹۴۳ پیښو د ثبت خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وینا له مخې دغه سازمان په روان ۲۰۲۴ کال کې د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون په مختلفو سیمو کې ۳۸۶ تنو ته روزنه ورکړې ده.

د ډاکټران وايي هغه کسان چې قُرباني کوي او یا په څارویو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه دې استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.

همداشان ډاکټران وايي، په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګیډې درد او نس ناستی دي او که چیرې دا ډول علایم په چا کې ولیدل شي، ژر ترژره دې نږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG