د لاس رسي وړ اتصالات

ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو


ملا اختر محمد منصور د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هوایي چلند د وزارت سرپرست و،
ملا اختر محمد منصور د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هوایي چلند د وزارت سرپرست و،

د طالبانو یو قوماندان چې په دې غونډه کې یې گډون درلود د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو د شورا دا غونډه د کویټې ښار بهر د چارشنبې په شپه ترسره شوه او گډونوالو د رائیو په اتفاق ملا اختر محمد منصور د طالبانو د امیر په توگه وټاکه.

دوی دا هم ویلي دي چې " د طالبانو شورا به ژر یوه اعلامیه خپره کړي."

د طالبانو د مشر په توگه د ملا منصور ټاکنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د افغانستان حکومت دا تائید کړه چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ٢٠١٣ کال په اپریل کې د ناروغۍ له وجې په پاکستان کې مړ شوی دی.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هوایي چلند د وزارت سرپرست و، خو په څو وروستیو کلونو کې یې د طالبانو د پوځي چارو مشري کوله او د طالبانو د زیات شمیر سیمه ییزو قوماندانانو سره یې ټینگې اړیکې درلودې.

څه موده دمخه ملا اختر محمد منصور د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته یو لیک هم استولی و او له هغه یې غوښتي وو چې په افغانستان کې د داعش د ډلې د عملیاتو د غزولو مخه ونیسي. ملا منصور په دې لیک کې د طالبانو د مشر د مرستیال په توگه معرفي شوی و.

XS
SM
MD
LG