د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو نوي مشر د سولې پر ځای،د جنګ پر دوام ټېنکار وکړ


ملا اختر محمد منصور خپلو پلویانو ته ویلي چې د سولې په نامه د خبرو اوازې، د دوی د غورځنګ پر ضد یو ډول تبلیغات دي.
ملا اختر محمد منصور خپلو پلویانو ته ویلي چې د سولې په نامه د خبرو اوازې، د دوی د غورځنګ پر ضد یو ډول تبلیغات دي.

د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور ته منسوب په یو تازه غږیز پیغام کې، ټولو طالب مشرانو، ملایانو او د دغې ډلې نورو پلویانو ته ډاډ ورکړل شوی چې په افغانستان کې به د اسلامي نظام تر راتګ پورې "جهاد " روان وي.

دغه غږیز پیغام چې د امریکا غږ ته هم استول شوی دی، ملا منصور اختر په کې وايي چې د اسلامي قوانینو په اساس به هره پرېکړه کوي، هغه که د سولې په اړه وي او یا هم د جنګ په اړه.

نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي چې د سولې په نامه د خبرو اوازو ته پام ونکړي، ځکه چې د ده په ټکو دا د طالبانو پر ضد یو ډول تبلیغات دي.

په همدې حال کې طالبانو د خپل یو بل مشر جلال الدین حقاني د مړینې خبر هم رد کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ښاغلی حقاني ناروغ و خو اوس روغ رمټ دی او د هغه یو زوی سراج الدین حقاني هم د طالبانو د نوي مشرتابه یو مرستیال ټاکل شوی دی.

ملا منصور د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې له اعلان څخه وروسته د دغې ډلې مشر و ټاکل شو.

د فدايی محاذ په نامه د طالبانو یوې بلې ډلې چې د ملا عمر د مړینې خبر هم په لومړي ځل دوی خپور کړ، وايي چې ملا عمر ته زهر ورکړل شوي او مړ کړل شوی دی، خو طالبانو تراوسه پر دغې ادعا کومه تبصره نه دې کړې.

ملا منصور محمد اختر داسې مهال په افغانستان کې د جنګ پر دوام ټېنګار کوي چې افغان حکومت او امریکا د طالبانو پر نوي مشرتابه غږ کړی چې د کابل له حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډانیل فیلډمن وايي چې متحده ایالات هیله مند دي چې دواړه غاړې به د سولې هڅې روانې ساتي.

په همدې حال کې د طالبانو یو بل مشر ملا عبدالقیوم ذاکر ته منسوب رسنیو ته په یو بل استول شوي پیغام کې، هغه د طالبانو له نوي مشرتابه څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی او د همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې ده.

وړاندې د ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمد رسول په نامه یو شمېر طالب مشرانوچې د کوټې د شورا غړي بلل کیږي، ویلي و چې دوی او ملا ذاکر د طالبانو د مشر په توګه د ملا منصور محمد اختر له ګمارل کیدو سره کلک مخالفت لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG