د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبان د امریکایي قواو د وتلو په اړه 'موافقې ته نژدې' شوي


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ملا برادر سره لیدلي دي
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ملا برادر سره لیدلي دي

د طالبانو یو ویاند ویلي چې ددې ډلې استازي د امریکایي مذاکره کوونکو سره د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله موافقې ته نژدې شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکاغږ ته وویل چې د امریکا سره د مذاکراتو دوه هدفونه دي چې د ١٧ کلنې جگړې د ختمیدو لپاره مهم دي. وايي یو دا چې د افغانستان نه به بهرني ځواکونه ووځي او بل د افغانستان خاوره به کومه ترهگره ډله نه کاروي.

خو د طالبانو دغه ویاند ونه ویل چې طالبانو امریکا ته پدې هکله څه ډول ضمانت ورکړی چې نور به د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کیږي.

په عین وخت کې د طالبانو د قطر د نوي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په قطر کې د زلمي خلیلزاد سره ملاقات کړیدي. ملا برادر د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د بند نه ازاد شویدی.

سهیل شاهین وویل چې ملا برادر په قطر کې په دغه یوه غونډه کې گډون کوي خو هغه دا واضحه نه کړه چې ایا ملا برادر به د خبرو په نورو پړاوونو کې گډون وکړي او کنه.

طالبانو مخکې ویلي و چې ملا برادر په خبرو کې گډون ته ضرورت نه لري ځکه د طالبانو د مذاکراتي ډلې اعلان د مخکې نه شویدی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د قطر د مذاکراتو لپاره ١۴ کسیز هیت اعلان کړی و چې په کې د حقاني ډلې د مشر سراج حقاني کشر ورور انس حقاني هم شامل دی.

انس حقاني دا وخت په افغانستان کې په یو بند کې د مرگ په سزا محکوم دی، افغان حکومت دا څرگنده کړی چې هغوي د انس حقاني د ازادیدو نیت نلري.

طالبان وایي چې انس حقاني هغه وخت نیول شوی و چې هغه یو زدهکونکی و او په جنگ کې یې برخه نده اخیستي.

د چارو کارپوهان وایي چې طالبانو د انس حقاني نوم ځکه په دغه هیت کې شامل کړیدی چې په افغان حکومت د هغه د خوشي کیدو لپاره فشار واچول شي.

XS
SM
MD
LG