په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان تورن کړی چې د دوشنبې په ورځ یې په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو باندې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د طالب چارواکو په وینا په دې بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس حساب کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ملکي وګړو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او جوماتونه په نښه کړي.
هغه لیکلي چې اکثره ټپیان ښځې او ماشومان دي، او زیاته یې کړه چې دوه ښوونځي، دوه جوماتونه او یو روغتیايي مرکز هم ویجاړ شوي دي.
د پاکستان د استخباراتو وزارت، دا ادعا ناسمه بللې او ویلي دي چې د طالبانو د حکومتي چارواکو لخوا دا تورونه د مارچ او اپریل په میاشتو کې د افغانستان له خاورې څخه د پولې هاخوا د توغندیو د بریدونو وروسته مطرح کیږي، چې د اسلام آباد په وینا، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې نهه ښځې او ماشومان ووژل شول.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې زیات شوی دی. دواړه هیوادونه د فبروري ۲۶مې راهیسې د کرښې په اوږدو کې په خونړیو نښتو کې ښکیل دي چې سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.
اسلامآباد د طالبانو د حکومت هغه ادعاوې هم، چې ګواکې ملکي سیمې په نښه شوي، د «پرلهپسې تبلیغاتو» یوه برخه بللې ده. پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان د طالبانو حکومت باید د پاکستان د ملامتولو پر ځای، په خپله خاوره کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان د پوځ لوی درستیز، سید عاصم منیر، یو ځل بیا په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي دا څرګندونې د سرحدي سیمو د لیدنې پر مهال کړې دي.
پاکستان په مشخص ډول د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرانو ته پناه ورکوي او له نیابتي ډلو سره همکاري کوي.
د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو او د هغوی د ځواکونو د داخلي کمزورۍ مسوول نه دی. طالبانو ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د خپل هېواد د امنیت د نهتأمین پړه دې پر افغانستان نه اچوي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي دي، او د فبرورۍ له وروستیو راهیسې دواړو هېوادونو سختې نښتې کړې دي، چې سلګونه کسان یې وژلي چې زیاتره قربانیان یې په افغانستان کې دي.
د اپرېل په لومړیو کې، د افغانستان او پاکستان چارواکو د چین په ارومچي ښار کې، د بیجینګ په منځګړیتوب، د سولې د خبرو لپاره غونډه وکړه. چین هغه مهال اعلان وکړ چې دواړو لورو هوکړه کړې چې د نښتو له زیاتېدو ډډه وکړي او د یوې هر اړخیزې حل لارې د موندلو لپاره هڅه وکړي.
سره له دې هوکړې، بیا هم سرحدي نښتې دوام لري، خو ویل کېږي چې د چین تر خبرو مخکې شدت کم شوی دی.
فورم \ دبحث خونه