د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي په اسلام آباد کې له عمران خان او خلیلزاد سره ویني


طالبانو ویلي چې د پاکستان په بلنه به راتلونکې اونۍ په اسلام آباد کې له پاکستاني صدراعظم او امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۳) په یوې خبرپاڼې کې وویل چې د فبرورۍ پر ۲۵ نیټه په قطر کې له امریکايي استازو سره تر خبرو وړاندې به په اسلام آباد کې له امریکايي او پاکستاني استازو او چارواکو سره وګوري.

د طالبانو خبرپاڼې کې دغه راز ویل شوي چې طالب استازي به د پاکستان له صدراعظم، عمران خان، سره "د افغانستان او پاکستان د اړیکو او دغه راز د افغان کډوالو او د سوداګرو د ستونزو" په هکله خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د طالبانو د استازو او عمران خان تر منځ د لیدلو د خبر پخلی ندی کړی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، هم د سیمې په یوه اوږده سفر تللی او ویل کیږي چې د پاکستان په ګډون به قطر، افغانستان، ترکیې او هند ته هم ولاړ شي.

تیره اونۍ امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې د افغانستان د جګړې د ختمولو په موخه یې له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړې دي.

په قطر او پاکستان کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ خبرې پداسې حال کې کیږي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په مخامخ مذاکراتو کې هیڅ ګډون او ونډه نلري. د ولسمشر محمد اشرف غني د پرله پسې وړاندیزونو سربیره، طالبانو له افغان حکومت سره سیاسي خبرې رد کړي دي.

افغان چارواکي د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستاني چارواکي او پخپله طالبان دغه تور ردوي.

څو موده وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې طالبان دوي په قطر کې له امریکايي استازو سره خبرو ته کښینول.

XS
SM
MD
LG