د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبان په یو پیشنهادي قرارداد کار کوي


د یکشنبې په ورځ (جولای۷) په قطر کې بین الافغاني خبرې پیلیږي.
د یکشنبې په ورځ (جولای۷) په قطر کې بین الافغاني خبرې پیلیږي.

د امریکا او طالبانو مرکچیان کوښښ کوي داسی یوه پیشنهادي موافقه جوړه کړي چې د أفغانستان نه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو وخت پکې مشخص شي او طالبان پکې تضمین وکړي چې د تروریزم سره جنګیږي.

ځنی چارواکي چې د روانو خبرو په جریان کې دي خو مطبوعاتو سره په ښکاره د خبرو اجازه نلري، وايي روانې مذاکرې د چهارشنبې په ورځ(جولای۳) تر شپې ناوخته پورې روانې وې او د پنجشنبې په ورځ به هم دوام وکړي. دا د وسله والو طالبانو د استازو او د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د مخامخ خبرو شپږمه ورځ ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ (جولا۴) د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل چې خبرې روانې دي او شاید سبا (جمعه) هم دوام وکړي او ځنی پرمختګونه به وشي. شاهین نن ویلي چې دواړو غاړو داځل د بحث ټکي زیات کړي خو زیات جزیات يي ورنکړل.

دواړو خواؤ تراوسه د عسکرو د وتلو په مهال ویش اختلاف درلود او امریکا د خبرو دپاره د زیات وخت غوښتنه لرله.

جرمني او قطر په ګډه د راتلونکې اونۍ بین الافغاني خبرو کوربتوب کوي او ګڼ شمیر أفغان سیاستوالو ته يي بلنه ورکړې او وایي چې هرڅوک به یوازی په شخصي ظرفیت ګډون وکړي.

د یکشنبې په ورځ (جولای۷) په قطر کې بین الافغاني خبرې پیلیږي.

XS
SM
MD
LG