د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ‌د بهرنیو ځواکونو پوځي اډې په تجارتي مرکزونو بدلوي 


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو پخوانی مرکز
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو پخوانی مرکز

د طالبانو حکومت وایي چې پلان یې جوړ کړی دی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني پوځي مرکزونه په تجارتي سیمو بدل کړي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه فبروري‌۱۹ (سلواغه۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډې کې شوې ده. اعلامیه وايي چې په دغو اډو باندې به ازماېښتي کارونه ژر پیل شي.

په دغې اعلامیې کې، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر کې خپور [ریټویټ] کړی دی ویل شوي دي: «په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي. په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي.»

طالبانو د دغه پلان په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی او نه هم ویل شوي‌ دي چې په دې پروژو باندې ټولټال څومره لګښت راځي او له کومه یې کوي.

دا هم څرګنده نه ده چې «ځانګړو اقتصادي زونونو» څخه هدف څه دی او ازمایېښتي کارونه یې کله پیل کېږي.

ناټو په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې په افغانستان کې پوځي‌ مرکزونه لرل چې مشهور یې د «بګرام پوځي اډه» وه چې تر ډېره په کې امریکايي ځواکونه مېشت وو. په بلخ کې بیا د جرمني ځواکونه دیره وو. بهرنیو ځواکونو په هلمند، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم مرکزونه درلودل.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو ویل چې په دغو مرکزونو باندې یې میلیونونه ډالر لګولي وو او د ځواکونو ضرورتونو ته په کتو یې جوړ کړي وو.

اکثریت دا پوخي مرکزونه په ۲۰۱۴ کې د افغانستان مخکني حکومت ته د انتقال له پروسې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د دغې ډلې له بیا واکمن کېدو وروسته ټولې بهرنۍ ادارې او ډېر پانګوال له افغانستان څخه وتلي او دا هېواد تر ډېره د پاکستان او ایران له لارې تجارتي راکړه ورکړه کوي.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

XS
SM
MD
LG