د لاس رسي وړ اتصالات

ملا حسن: هیڅوک د کورونو او شرکتونو د تالاشۍ حق نلري


د طالبانو د سرپرستې کابینې رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخوند
د طالبانو د سرپرستې کابینې رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخوند

د طالبانو د سرپرستې کابينې رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند په یو فرمان کې امر کړی چې هیڅوک اجازه نلري د تالاشۍ په پلمې د خلکو کورونو او شرکتونو ته ننوزي.

په فرمان کې چې د تلې په ۶مه صادر شوی او د طالبانو سرچینو خپور کړی ویل شوي، "هیڅ چاته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه کورونو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسائط او یا وسائل له ځان سره انتقال کړي".

په کابل کې په تیرو څو اوونیو کې دا شکایتونه ډیر شوي و چې د طالبانو پورې اړوند کسان د کابل په ښار کې د خلکو شخصي کورونو او شرکتونو ته ورځي، موټر او نور وسایل ضبطوي او د ځان سره یې وړي.

د ملا حسن آخند په فرمان کې د طالبانو د دغو کړنو یادونه نده شوې خو داسې انګیرل کیږي چې ښایي دا فرمان په کابل او نورو سیمو کې د خلکو د شکایتونو د حل کولو په خاطر صارد شوی وي.

د دې فرمان نه وړاندې د طالبانو د سرپرستې کابینې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب هم خپلو وسله والو ته خبردای ورکړی و چې د عامو خلکو سره دې ناوړه رویه نکوي. ښاغلي یعقوب په یو غږیز پیغام کې ویلي و چې د طالبانو د عفوې فرمان عمومي دی او زیاته کړې یې وه چې " هیڅوک حق نلري دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او د دې فرمان برخلاف خپل شخصي غچ واخلي."

د طالبانو د سرپرستې کابینې د دفاع وزیر همدارنګه خپلو کسانو ته امر کړی و چې په ښارونو او ولایتونو کې دې بې ځایه نه ګرځي ځکه چې د هغه په قول دا کار د خلکو د زورونې سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG